د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د دغې شورا د رهبرۍ شپږمې ناستې ته ویلي، چې جګړې د ښارونو تر دروازو رسېدلي دي، د خلکو سر او مال په خطر کې دی او په داسې وضعیت کې چوپ پاتې کېدل لازم نه دي. نوموړي زیاته کړې چې د افغان دولت د سولې غوښتنه په ټول قوت سره پر خپل ځای ده خو طالبان وخت ضایع کوي او د خبرو پر ځای جګړو ته زور ورکوي. هغه ویلي، خلکو سولې ته د طالبانو پر اراده شک لرل خو د جګړې پر ډېرېدو دا شکونه لا ډېر شوي دي. هغه ټینګار کړی دی چې سوله یو دوه اړخیز تعامل دی، یو طرفه نه کېږي، طالبان هم باید سولې ته خپله واقعي اراده څرګنده کړي. عبدالله ویلي چې جګړه د حل لار نه ده خو د دې وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې کېدل هم جفا ده. عبدالله یو ځل بیا ویلي چې طالبان دې دا فکر نه کوي چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته کولی شي په زور واک ته ورسېږي، محاسبه یې غلطه ده، هغوی دې په یاد ولري چې هیڅوک به هم اجازه ورنه کړي او له شک پرته چې دوامداره جګړه به ونښلي.












