په کابل کې د چین سفیر، جاو شینګ د دفاع وزارت له سرپرست وزیر سره کتلي دي. په دغه کتنه کې د چین سفیر، د ګڼو نورو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې امنیت د همکارۍ لپاره غوره فرصت وباله او د لاسوهنې له پالیسۍ پرته یې له افغانانو سره د تاریخي اړیکو پر دوام ټينګار وکړ. په دغه کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د سرحدي موضوعاتو سربېره د واخان پروژې په اړه هم خبرې وشوې.











