د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې د جاپان حکومت له افغانستان سره لس میلیونه ډالره مرسته کړې ده. یونیسف ویلي چې دغه مرستې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې له لارې ترسره شوې دي. ټاکل شوې دغه مرستې د ماشومانو د زده کړې په برخه کې ولګول شي او د هېواد د ۷۱ زره ۵۰۰ ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا مهال په افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو زده کوونکو ۶۰ سلنه نجونې او ۴۶ سلنه هلکان له زده کړو بې برخې دي. ددغه سازمان په وینا، آن کله چې زده کونکي ښوونځي ته ځي، دوی تل زده کړه نه کوي ځکه چې د لسیزو جګړو ښوونځي د زده کونکو لپاره ناامنه کړي، او ډیری دولتي ښوونځي قوي بیخبنا، وړ ښوونکي او روغتیایي اسانتیاوې نه لري.












