چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

جاپان د نوي کال په پيل کې په بد نيت څه ډيپلوماتيکې هلې ځلې کړي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 19, 2026
in نړیوال خبرونه
0
جاپان د نوي کال په پيل کې په بد نيت څه ډيپلوماتيکې هلې ځلې کړي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

جاپان له تېرې اوونۍ راهيسې يو لړ ډيپلوماتيک فعاليتونه ترسره کړي، چې په دغې ليکنې کې به یې ځينو ته اشارې ولرو.

د جاپان لومړۍ وزيرې تاکايچي سانای په تېرې يوې اوونۍ کې د ځينو بهرنيو هېوادونو له مشرانو سره لیدنې کړي او خارجه او دفاع وزيران يې په جلا جلا توګه بهرنيو هېوادونو ته په کاري سفرونو تللي دي. د جاپان خبري رسنيو دا د تاکايچي سانای د حکومت ډيپلوماتيکه اوونۍ بللې ده.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

نړيوالو خبري رسنيو بیا ويلي، چې د جاپان لومړۍ وزيره تاکايچي سانای د سيمي امنيتي ګواښ مبالغه کوي او په همدې پلمې د ډلو ټپلو د جوړولو، د وسلو صادرولو، د پوځي تجهيزاتو او ځواکونو د زياتولو هڅې کوي او لړیزو خطرناکو کړنو يې د سيمې هېوادونه مجبور کړي چې د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره ويښ واوسي.

د ډيپلوماتيکو فعاليتونو تر شا خطرناکې توطيې

د جاپان لومړۍ وزيرې تاکايچي سانای تېره اوونۍ د کوريا جمهوريت له ولسمشر لي جای ميونګ سره د لیدنې په ترڅ کې د ستراتيژيک چاپېريال د مخ په سختېدو په پلمه د جاپان او کوريا جمهوريت او له امريکا سره د دغو دوو هېوادونو د همکارۍ پر اهميت ټينګار کړی دی.

هغې د ايټاليې له ولسمشرې جيوګيا مېلوني سره د لیدنې پر وخت د تش په نوم د ”ازادې او ورخلاصې اندو- پاسيفيک سيمې“ مفهوم ياد کړی او د جاپان د دفاعي ځواکونو او ايټالوي ځواکونو ترمنځ د ګډ تمرين وړانديز يې کړی دی او د دې ترڅنګ د جاپان، برېتانيې او ايټاليې په همکارۍ د نوي نسل جنګي الوتکو د ګډې څېړنې هڅونې يې هم کړې دي.

د جاپان خارجه وزير موتيګي توشيميتسو له فليپين او هند څخه د ليدنې په موده کې د ”ازادې او ورخلاصې اندو- پاسيفيک سيمې“ په اړه ورته ډيپلوماتيک تبليغات کړي دي. هغه له فليپين سره د پوځي ملګرتيا په څېر «يو بل ته د مادي او کارګري سرچينو برابرولو تړون» لاسليک کړی او له دغه هېواد سره يې د لا زياتو پوځي تاسيساتو د مرستو د برابرولو ژمنې کړې دي. دغه راز نوموړي په هند کې د جاپان، امريکا، استراليا او هند ترمنځ پر څلور اړخيزو همکاریو هم ټينګار کړی دی.

په ”اندو- پاسيفيک سيمې“ مفهوم د ډله ييز تقابل پارول

جاپاني چارواکو په يادو لړيزو ډيپلوماتيکو فعاليتونو کې څو ځلې د ”ازادې او ورخلاصې اندو- پاسيفيک سيمې “ مفهوم ياد کړی دی. دا مفهوم د جاپان د وژل شوي پخواني لومړي وزير شينزو ابي لخوا وړاندې شوی، وروسته یې ورو ورو پرمختګ وموند او اوس د جاپاني حکومت عمده ډيپلوماتيکه ادعا ګرځېدلې ده. د دغه مفهوم مرکزي محتويات د سيمې امنيتي ګواښ پارول او په سيمه کې د تش په نوم د ملګرو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پياوړتيا ده او اصلي بڼه يې د ډلو ټپلو جوړول او د جاپان د پوځي ځواکونو پرمختګ دی.

د جاپان دفاع وزير شينجيرو کويزومي په امريکا کې د هونولولو دفاعي فورم ته ويلي، چې د اندو- پاسيفيک سيمې پر وړاندې بحرانونه شته او د سيمې د پوځي ځواکونو په برابري کې اوس ستر او چټک بدلونونه پېښېږي. د ده په خبره، ټول ملګري هېوادونه بايد د ”ازادې او ورخلاصې اندو- پاسيفيک سيمې“ د جوړولو په پار د خپلو ځواکونو په پياوړتيا د سولې هڅې وکړي. هغه ويلي، جاپان به خپلو ځواکونو ته پرمختګ ورکړي، له امريکا سره به خپله ملګرتيا پياوړې کړي او له اړوندو هېوادونو سره به خپله همکاريزه شبکه پراخه کړي.

د جاپان يادې څرګندونې د دغه هېواد د دننه او هم د ځينو هېوادونو اندېښنې راپورته کړي دي.

د کوريا جمهوريت يونسې پوهنتون پروفيسور مون چونګ ين د ”ازادې او ورخلاصې اندوـ پاسيفيک سيمې“ مفهوم د نورو د مخنيوي او تقابل په موخه جيوپوليتيک اقدامات بللي دي.

د جاپان د خارجه وزارت پخواني لوړ پوړي چارواکي او د دغه هېواد د نړيوالو ستراتيژیو څېړنيز انسټيټوټ ځانګړي سلاکار هيتوشي تاناکا رسنيو ته ويلې، جاپان هڅه کوي چې د ”ازادې او ورخلاصې اندو- پاسيفيک سيمې“ مفهوم په خپرولو سره امريکا ته ځان نږدې کړي او په عين وخت کې له استراليا او هند سره هم خپلې همکارۍ زياتې کړي او په خبره یې، د جاپان د دغو هڅو پايله به سیمه سره وپاشي او ثبات او امنیت به يې ويجاړ کړي.

Previous Post

جنګ جيان بانګ د ګيني د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ

Next Post

تېر کال د چین ناخالص کورنی توليد له ۱۴۰ ټریلیونو یوانو زیات و

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
تېر کال د چین ناخالص کورنی توليد له ۱۴۰ ټریلیونو یوانو زیات و

تېر کال د چین ناخالص کورنی توليد له ۱۴۰ ټریلیونو یوانو زیات و

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بایډن: ځواکونه وباسو، افغانان دې د راتلونکي په تړاو په خپله پرېکړه وکړي

بایډن: ځواکونه وباسو، افغانان دې د راتلونکي په تړاو په خپله پرېکړه وکړي

جون 27, 2021
يو شياو يونګ: چين د افغانانو ارادې او انتخاب ته درناوی کوي

يو شياو يونګ: چين د افغانانو ارادې او انتخاب ته درناوی کوي

اگست 17, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved