جرمني وایي، نړیواله ټولنه باید له افغانستان څخه په بېړه د بهرنیو سرتېرو د وتلو مخه ونیسي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د دغه هیواد په پارلمان کې ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ماموریت باید په مسؤلانه ډول پای ته ورسول شي او په وینا یې له دغه هیواد څخه په بېړه د سرتېرو ایستل کېدای شي د طالبانو په ګټه تمام شي. ماس همدارنګه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوسني مذاکرات د سولې ټینګېدو لپاره وروستی چانس بللی او ویلي دي چې دغه فرصت باید له لاسه ور نه کړل شي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په افغانستان کې د نړیوالو سرتېرو حضور د فشار یو تر ټولو مهمه وسیله ده چې په وینا طالبان له نړیوال فشار پرته د یو سیاسي هواري لپاره د جګړې پای ته رسېدو ته حاضر نه شي.نوموړي وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو وتل به د دې لامل شي چې طالبان د سولې خبرو پر ځای جګړې ته دوام ورکړي.












