د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې جنوبي کوریا له افغانستان سره د خوراکي ملاتړ او د لوږې د مخنیوي په موخه څلور میلیونه ډالره مرسته کړېده. د معلوماتو له مخې، دغه اندازه پيسې د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د خوړو نړيوال پروګرام ته ورکړل شوې دي. یاد هېواد تر دې وړاندې هم د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره یو میلیون ډالر مرسته کړې وه.












