چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home څېرې

جک کروواک

شفیق امیرزی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 16, 2020
in څېرې
0
جک کروواک
710
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

ډاکتر عبدالوکیل خان

ممنون مقصودي

عثمان کاکړ

جک کروواک امریکایي لیکوال دی، چې د خپل وخت د لیکوالانو د اصولو پر خلاف یې لیکل وکړل. هغه په شلمه پېړۍ کې په امریکا کې خورا مشهور شو. د شهرت لامل یې هم د هغه داسې لیکوالي وه چې د امریکایي ځوانانو او هغه مهالني نسل خوښه شوه. د دې تر څنګ هغه د یاغي طبعې لرونکی کس و، انساني ژوند ته یې درناوی درلود، خو قوانین او د امریکا ځینې ظالمانه کړنې یې غندلې. د ده د لیکوالۍ له امله د بېټ په نامه یو بهیر رامنځ ته شو. د دې بهیر ملاتړو ځوانانو او لیکوالانو په ځانګړي سبک لیکنې کولې، د ځينو سیاستونو مخالفت یې کاوه او ان د ویتنام د جګړې پر ضد د امریکایي حکومت پر وړاندې ودرېدل.

جک کروواک په امریکایي ادبیاتو کې په شلمه پېړۍ کې وتلی نوم دی، هغه د شهرت اوج ته ورسېد، خو په ۱۹۶۹ز کال کې د اکتوبر په ۲۱مه داسې مهال چې هر امریکایي لوستی یې له نامه سره اشنا و، ومړ. هغه له بودايي مذهب او اصولو سره مینه لرله، د ذند له نصیحتونو سره بلد و، له همدې امله یې ملګری آلن ګینز برګ ده ته د امریکایي نثر بودا وايي. ده هڅه کوله چې د مدرنیز له وحشیانه پرمختګ سره مقابله وکړي. وحشیانه پرمختګ په دې مانا چې د انسان لپاره یې انساني ژوند غوښت، نه د نورو ځپل، وژل او له منځه وړل. له همدې امله یې د بيټ نسل لیکوالان رامنځ ته کړل. دا نسل لیکوالان د ده پلویان وو، انساني ژوند یې ازاد، خو نرم غوښت، نه له جګړو او بې پروا پرمختګونو ډک.

جک د ۱۹۲۲ز کال د مارچ په ۱۲مه له فرانسوي او کاناډايي مور او پلار زېږېدلی دی. پلار یې په سن هربرت کې د کچالیو د بزګرانو په یوه کورنۍ کې زېږېدلی او لوی شوی و. جک په لومړي سر کې په فرانسوي ژبې خبرې کولې، خو وروسته په شپږ کلنۍ کې دې ته اړ شو چې انګلیسي ژبه زده کړي. د عمر تر پایه دی په دې بریالی نه شو چې په انګلیسي ژبه سمې روانې او پرته له کوم مشکله خبرې وکړي. ده ځینې شعرونه په فرانسوي ژبه لیکلي، خو ناولونه یې په انګلیسي ژبه دي. دی د خپل بزګر پلار په کور کې وزېږېد، یو بل ورور او خور یې هم لرل. دی څلور کلن و چې اته کلن ورور یې د یوې ناروغۍ له امله ومړ او د ده پر رواني وضعیت دې مسئلې ژور اغېز پرېښود. خور یې دی نازاوه او د ده په روزنه کې یې ونډه اخیسته.

مور یې کاتولیک مسیحي وه، له همدې امله یې پر خپل زوی جک هم فشار راوړ چې پر دې مسایلو ژوره عقیده ولري. ده ته به یې زده کړې ورکولې او دیني مسایلو ته یې هڅاوه. هغه وایي، یوازینۍ ښځه چې په نړۍ کې ورباندې ګرانه وه، مور یې وه، بل هېڅوک په ژوند کې ورباندې ګران شوي نه دي. دی اته کلن و چې ادعا یې وکړه، خدای ورته ویلي چې ښه اروا لري، خو ژوند به یې له بدمرغۍ ډک وي. د ده په خبره، دی پوهېږي چې په ژوند کې به خوشالي ونه لري، خو په پای کې به هر څه سم شي. هغه په ماشومتوب او تنکۍ ځوانۍ کې له فوټبال سره مینه لرله او دغه سپورت ته یې مخه کړه. په مذهبي لحاظ یې وروسته په ځوانۍ کې د خپلې مور د مذهب او بودیزم په اړه ډېره مطالعه وکړه، خو بودیزم یې خوښ و او د هغه انساني پیغامونه ورته ښه ښکارېدل. د ده په اثارو کې د دغه مذهب د مطالعې اغېز له ورایه ښکاري او تل یې خلک نرمښت او ارامۍ ته رابللي دي.

ما مخکې هم وویل چې دوی د بيټ په نامه د لیکوالانو او ځوانانو یو غورځنګ یا بهیر رامنځ ته کړ. آلنګ ګینزبرګ د جک نږدې ملګری و او د جک تر مرګ وروسته یې دېرش کاله نور هم ژوند وکړ. دی وایي، د بيټ په نامه کوم غورځنګ نه و موجود، بلکې دوی هسې سره کېناستل او دا پرېکړه یې وکړه چې خپل بهیر به مدیریت کوي، خو رسنیو ورپسې وتړله چې دوی د بيټ غورځنګ دی او تر همدې عنوان لاندې فعالیت کوي. د بيټ نسل د لومړي ځل لپاره د جک کروواک له لوري په ۱۹۴۸ ز کال کې وکارول شو. د دې کلیمې د کارولو وړاندیز هربرت هانک ورته کړی و. په دې حلقه کې د پوهنتون استادان، لیکوالان، ځوانان او نورو شاعران راټول شوي وو. دوی بيټ کلمه د هغه چا لپاره کاروله چې پیسې یې نه لرلې، کوم لیدلوری یې نه درلود او د ژوند له مسایلو ستړي وو. دا کلمه په امریکا کې هم د ستړي او ټوټې ټوټې په مانا کارول کېږي.

هغه له فوټبال سره مینه لرله، خو یو وخت یې له فوټبال او پوهنتون دواړو سره مخه ښه وکړه او پرې یې ښودل. له هغې وروسته یې په نیویارک کې ژوند پیل کړ. دلته له خپلې مېرمنې ادې پارکر سره بلدېږي، د دوی ترمنځ اړیکې پخېږي او له هغې سره واده کوي. په همدې وخت کې له ځينو ځوانو لیکوالانو سره هم بلدېږي او په ګډه بیا وروسته وروسته د بيټ نسل غورځنګ بنسټ ږدي. له دوی سره ژورې اړیکې پالي، هر یو یې پر ژوند اغېز کوي او له دې ډلې کسانو ډېر یې وروسته د جک د ناولونو کرکټر هم دي. نیل کاسدي، جان کلون، هبرت هوک،، لوسین کار، ویلیام او نور هغه کسان وو چې دی په نیویارک کې ورسره معرفي او ملګری شو.

کروواک په ۱۹۴۲ز کال کې د امریکا له سمندري پوځ سره یو ځای شو. په ۱۹۴۳ز کال کې یې د روزنو تر بشپړېدو وروسته عملي کار پیل شو خو، یوازې اته ورځې یې په دغه پوځ کې فعالیت ترسره کړ. په اتمه ورځ هغه سردرد کېږي، له ډاکټرانو دوا غواړي، دوی یې لا ډېرو معایناتو ته معرفي کوي خو وروسته وروسته دوی په خپل راپور کې لیکي چې د هغه روغتیايي وضعیت په پوځ کې د دندې ترسره کولو لپاره مناسب نه دی. همدا دی چې پوځ پرېږدي او بېرته خپلو ملګرو ته راګرځي.

ده په امریکایي پوځ کې د دندې او کار پر مهال خپل لومړنی ناول هم لیکلی و. د کتاب نوم یې (سمندر زما ورور دی) و، خو دا کتاب هغه مهال چاپ نه شو. کتاب په ۱۹۴۲ز کال کې لیکل شوی و، خو ان په ۲۰۱۱ز کال کې د کروواک تر مرګ لسیزې وروسته چاپېږي. هغه په دې کتاب کې نابرابرۍ، ستونزې، ناهیلۍ او د خپل ژوند ناخوالې بیان کړې دي.

جک کروواک په امریکا کې د بيټ نسل سرلاری و. دوی له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۵۰ز کال کې فعالیت پیل کړ. دغه ډلې غوښتل په ټولنه کې د شته ناوړه دوددونو، ځینو اصولو، ارزښتونو، جنسي مسایلو او او ټولنیزو ستونزو پر وړاندې ودرېږي.  دوی د خپلو تجربو یوه برخه موسیقي ته هم یوړه، هلته یې هم مینه وال لرل، د موسیقي کاروونکو به ددوی شعرونه زمزمه کول او خلکو ته یې رسول. کروواک له خپلو ملګرو سره ډېر وخت د موسیقي په اورېدو، سندرو، شعرونو، کله کله په نشو تماشو تېراوه. دی او دوستان یې په امریکا کې د بيټ نسل مشهورې څېرې وې. په حقیقت کې جک لومړنی کس و چې د بيټ کلیمه یې د خپلو ملګرو او فکر د تعریف لپاره وکاروله. دوی په همدې لړ کې د (پر لار) ناول خپور کړ. دغه ناول جک کروواک لیکلی و او په هغه کې یې د خپل ژوند ټول مسایل را اخیستي وو. د کتابونو کتونکو له جک ډېرې پوښتنې وکړې او ده یې هم ځوابونه ورکړل. کتاب ډېر مینه وال پیدا کړل، د لوستونکو تر څنګ یې ان د هغه وخت د ډېرو لیکوالانو پر سبک خپل اغېز پرېښود.

(په لار یا په سړک کې ) ناول جک په درېیو اونیو کې ولیکه. دا کتاب داسې مهال لیکل شوی و چې لیکوال یې ډېر بېوزله او بې پیسو و. خو بیا یې هم ساعتونه له خپلو ملګرو سره په عیاشۍ تېرول. دی یو وخت پرېکړه کوي چې له خپلو ملګرو سره د امریکا بېلو برخو ته سفرونه وکړي. د ۱۹۴۷ او ۱۹۵۰ز کلونو ترمنځ کلونه د کروواک په ژوند کې مهم دي، ځکه په همدې وخت کې یې په ژوند کې ډېر تحولات راځي او دی د امریکا ځينو برخو ته سفرونه کوي. دی له خپل یوه ملګري نیل کسدي سره د امریکا غرب او جنبو ته سفر کوي، چې بیا د همدۍ سفر له کیسو او لوړو ژورو خپل دغه مشهور ناول هم لیکي. په لومړي سر کې یې په ناول کې د کرکټرونو اصلي نومونه راوړي خو بیا یې د ملګرو په ټینګار ددې ناول د کرکټرونو نومونه مستعاروي او د خپلو ځینو ملګرو ترې لرې کوي.

پر لاره ناول د کروواک د شخصي خاطرانو پر بنسټ لیکل شوی و. هغه وخت یې لیکلی و چې د امریکا ډېرو برخو ته یې سفرونه وکړل. هغه یادښتونو د ناول په لیکلو کې ډېره مرسته ورسره وکړه چې د سفر پر مهال یې اخیستي وو. شپږ کال یې وخت ونیو چې دغه ناول ته ناشر پیدا شي او هغه چاپ کړي. خو همدا چې خپور شو د لوستونکو له خورا تاوده هرکلي سره مخ شو. همدې ناول ډېرې ګټې ورته وکړې چې کروواک یې یو څه شتمن کړ. ده یوازې منثورې لیکنې نه کولې، شعرونه یې هم لیکل. له شعرونو سره به یې موسیقي هم غږلوله. ده په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو کې د شعري محفلونو لکه رنسانس سانفرانسیسکو سره اړیکه لرله. ډېری هنرمندانو خپل البونونه دده ناولونو او شعرونو په نامه نومول. ان د جک تر مرګ وروسته هم شاعرانو او لیکوالانو غوښتل دده په څېر ژوند وکړي او دده په څېر ازاد او خپلواک وي.

بالاخره دغه مشهور امریکایي لیکوال د ګڼو شعري ټولګو او ناولونو تر لیکلو وروسته، د ۱۹۶۹ز کال د اکتوبر په ۲۱مه د داخلي خونریزۍ له امله ومړ. ډاکټرانو یې هم لامل له حد ډېر د نشه يي توکو څښاک او استعمال بللی و.

Previous Post

د ښه ملګري ځانګړنې

Next Post

تر خپلې وسې د ټولنیزو شبکو کارول محدود کړئ!

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډاکتر عبدالوکیل خان
څېرې

ډاکتر عبدالوکیل خان

by Spogmai Radio
اگست 10, 2021
ممنون مقصودي
څېرې

ممنون مقصودي

by Spogmai Radio
اگست 3, 2021
عثمان کاکړ
څېرې

عثمان کاکړ

by Spogmai Radio
جولای 27, 2021
نصیر احمد احمدي
څېرې

نصیر احمد احمدي

by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
رسول باوري
څېرې

رسول باوري

by Spogmai Radio
جولای 9, 2021
Next Post
تر خپلې وسې د ټولنیزو شبکو کارول محدود کړئ!

تر خپلې وسې د ټولنیزو شبکو کارول محدود کړئ!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ائتلافي ځواکونو ۱۰۴ حوثي وسله وال خوشي کړي

ائتلافي ځواکونو ۱۰۴ حوثي وسله وال خوشي کړي

اپریل 18, 2023
روسیې د اوکراین په استوګنیزو سیمو بریدونه کړي

روسیې د اوکراین په استوګنیزو سیمو بریدونه کړي

اکتوبر 28, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved