د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره کتلي دي. د حامد کرزي له دفتره په خپره شو خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي کرزي چین د افغانستان نږدې ګاونډی او دوست هېواد بللی او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد له همکاریو ستاینه کړې ده. کرزي د پوهنې په برخه کې د چین له مرستو او افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو له ورکړې مننه وکړه او د دوام غوښتنه یې کړې ده.











