چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

حامد کرزی: موږ او طالبان باید ځانونه د پردیو له کنټروله خلاص کړو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 27, 2020
in افغانستان
0
حامد کرزی: موږ او طالبان باید ځانونه د پردیو له کنټروله خلاص کړو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په هېواد کې د تاوتریخوالي له روان بهیر سره هممهاله په کابل کې د سولې لپاره هڅې چټکې شوې دي. تېره ورځ په کابل کې د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې دویمه غونډه هم وشوه. ګڼو سیاسي څېرو او د سیاسي ګوندونو مشرانو په دې غونډه کې ګډون کړی و او د سولې راتګ یې مهم وباله. بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا په یوه تازه مرکه کې ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو دواړه لوري باید ځانونه د پاکستان له اغېزې خلاص کړي. هغه همدا راز ټينګار کړی چې که په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات پایلې ته ونه رسېږي، نو د دې احتمال شته چې سیاسي ناندرۍ ډېرې شي.

په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغان حکومت پلاوی اوس په کابل کې دی او دلته له افغان حکومت سره پر بحثونو بوخت دی. تېره ورځ مذاکراتي پلاوی د ملي مصالحې عالي شورا د مشرتابه په غونډه کې هم حاضر و. په دې غونډه کې ټینګار وشو چې باید د سولې لپاره هڅې ډېرې شي او بین الافغاني مذاکرات پر خپل وخت پيل شي. په غونډه کې د ولسمشر دویم مرستیال بیا وویل چې د افغان سولې په تړاو تر داخلي بُعد بهرنی اړخ خطرناک دی. د ده په خبره، ځینې بهرنیان په دې مسئله کې مداخله کوي او دا د افغانستان لپاره خورا خطرناکه مسئله ده. په دې غونډه کې داسې خبرې هم کېدې چې له رسنیو پټې وې.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د همدې څرګندونو په تړاو تر امرالله صالح وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي له عرب نیوز سره په خبرو کې ویلي چې د مذاکراتو دواړه لوري باید ځان د بهرنیانو په تېره د پاکستان له نفوذ خلاص کړي. د ده په خبره، د پاکستان یا نورو تر اثر لاندې خبرې افغانستان ته ثبات نه شي راوستلی. هغه همدا راز ویلي چې دواړه لوري باید ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي او یوې پایلې ته دې سره ورسېږي. د ده په خبره، دواړه لوري باید د امریکایي ځواکونو تر وتلو مخکې پایلې ته سره ورسېږي او جګړه دې ختمه کړي. پخواني ولسمشر حامد کرزي خبرداری ورکړی که طالبان او افغان حکومت ژر توافق ته سره ونه رسېږي، نو د دې احتمال شته چې هېواد یو ځل بیا د سیاسي ګډوډیو په ډګر بدل شي.

د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ شورا په غونډه کې هم ټینګار وشو چې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو باید ژر تر ژره پیل شي او د ځای ټاکل دې د دې سبب نه کېږي چې د مذاکراتو په پیل کې ځنډ رامنځته شي. د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې مذاکرات به بیا هم په دوحه کې پیلېږي؛ ځکه که پر ځای ناندرۍ او د نظر اختلاف پیل شي، نو ښایي مذاکرات وځنډېږي چې دا د افغانانو په ګټه کار نه دی. هغه همدا راز وویل چې د ملي مصالحې عالي شورا دروند مسوولیت پر اوږو لري او هغه دا چې باید دلته څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسوي. د ده په خبره: ((موږ یو مهم او دروند مسوولیت لرو، موږ باید دلته څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسوو. موږ باید د روانو وژنو مخه ډب کړو)).

بلخوا په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي هم وویل چې باید افغانان له زغم کار واخلي؛ ځکه د څلوېښت کلنې جګړې پای ته رسول د یوې یا دوو ورځو کار نه دی. هغه وویل چې دایمي سوله راوستل اوږدو خبرو او پراخ زغم ته اړتیا لري. ستانکزي ټینګار وکړ چې دوی به د مذاکراتو پر میز د افغانانو له حقونو دفاع کوي او لومړنی هدف یې دا دی چې دا ځل مذاکرات د اوربند سبب شي.

Tags: Top
Previous Post

د افغانستان لاجورد د چين د هنر او فرهنګ په غېږ کې

Next Post

کرنې وزارت: په هېواد کې د پیازو سږني حاصلات تر ۲۰ سلنې زیات شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کرنې وزارت: په هېواد کې د پیازو سږني حاصلات تر ۲۰ سلنې زیات شوي

کرنې وزارت: په هېواد کې د پیازو سږني حاصلات تر ۲۰ سلنې زیات شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د اوکراین دفاع وزیر: د روسي ځواکونو پر ضد پسرلنیو عملیاتو ته چمتو یو

د اوکراین دفاع وزیر: د روسي ځواکونو پر ضد پسرلنیو عملیاتو ته چمتو یو

اپریل 29, 2023
حنفي: په ادارو کې د ډیجیټلي سیستم رامنځته کول مو لومړیتوب دی

حنفي: په ادارو کې د ډیجیټلي سیستم رامنځته کول مو لومړیتوب دی

جون 13, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ