د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانگړي استازي ضمیر کابلوف سره ټلیفوني خبرې کړې دي. د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ټلیفوني خبرو کې، د ملگرو ملتونو د مستقلې ارزوونکي د راپور په هلکه بحث شوی او په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینگښت لپاره د ملي تفاهم پر ضرورت خبرې شوې دي.











