د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې په هېواد کې د جګړې د ختمولو او د تل پاتې سولې ټینګښت لپاره کوښښونه په پوره شدت سره روان دي. د کرزي له مطبوعاتي دفتره د اختر مبارکي په مناسبت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، که څه هم په دې وروستیو کې عمداً د سولې پروسې پر وړاندې خنډونه جوړېږي چې له بده مرغه قیمت یې د افغانستان خلک د سر په بیه پرې کوي، خو دغه منفي هڅې ناکامه دي او سوله به هرو مرو راځي. د یادونې ده چې د لوی اختر په رارسېدو سره د سولې برخه کې د ښو پرمختګونو خبرونه خپرېږي چې خلک یې یو ځل بیا سولې ته هیله من کړي دي.












