په همدې مناسبت په ارګ کې به جوړو شوو مراسمو کې ولسمشر غني ویلي چې دغه کسان به په ولسوالیو کې د مرکزي حکومت ښه استازولي وکړي. افغان حکومت وایي چې یاد سل کسه مسلکي امنیتي چارواکي به په سلو ولسوالیو کې مقررېږي او دوی به د شته تهدیداتو پر وړاندې په مسلکي توګه مبارزه کوي. ولسمشر غني بیا له دوی غوښتي چې له خلکو سره ښه چلند ولري او دغه راز د عامه او ټولګټو پروژو د عملي کولو لپاره زمینه برابره کړي. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم په دې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې محلي حکومتولي باید پیاوړې شي او ګومارل شوو امنیه قومندانانو ته یې ډاډ ورکړی چې دوی د مرکز بشپړ ملاتړ له ځان سره لري.












