د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، نه افغانستان پخوانی افغانستان دی او نه هم طالبان د پخوا په څېر دي. نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، طالبان باید درک کړي چې افغانستان نوی شوی دی. خلیلزاد ویلي، طالبانو پخوا له القاعده ډلې سره همکاري درلوده خو اوس باید له هغوی سره اړیکې ونه لري او د دوی تر واک لاندې سیمو کې یادې ډلې ته د فعالیت اجازه ورنه کړي. خلیلزاد څرګنده کړې، افغان شخړه پوځي حللاره نه لري او طالبانو ته په کار ده چې له نورو افغانانو سره یو ځای افغان ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.












