خوست کې د عامه ساتنې تصدۍ د ویاند ضیا ودان د وژل کېدو په غبرګون کې لاریون شوی دی. د خوست لسګونه مدني فعالینو او ځوانانو دمګړی ددغه ولایت د اداري کمپلکس دروازه د مامورینو پر مخ تړلې ده او له حکومت غواړي چې ژر تر ژره ددغه پېښې په اړه دوی ته وضاحت ورکړي. دغه ځوانان وایي چې حکومت باید د ضیا ودان قاتلین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري. د عامه ساتنې تصدۍ ویاند ضیا ودان وړمه ورځ په کابل ښار کې د یوه مقناطیسي مانی په چاوده کې ووژل شو. ددغه پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی خو حکومت ژمنه کړې چې ددې پېښې عاملین به د قانون منګولو ته سپاري.











