د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په خوست ولایت کې یې د پاکستان له وزیرستانه له راغلو کورنیو سره مرستې کړې دي. دغه وزارت ویلي، چې له ۸ زره او ۶۷۱ وزیرستاني بې ځایه شویو کورنیو سره یې د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې ده. کډوالو چارو وزارت زیاته کړې، چې یادې کورنۍ پخوا په خوست ولایت کې د دې ډلې د کډوالو چارو ریاست له خوا د مرستې وړ وپېژندل شوې وې. د کډوالو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو مرستو کې د خوراکي توکو د نړيوال پروګرام له لوري څلور ډوله خوراکي توکي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له لوري ١٢ زره افغانۍ نغده مرسته شامله ده.












