ملي دفاع وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې د پاکستاني پوځي رژيم له خوا د افغانستان د حريم د نقض په تړاو ویلي، چې دغه ښکاره نقض او جنایت په کلکو ټکو غندي او دا عمل د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه بولي. ملي دفاع وزارت زیاته کړې، د هېواد د حریم او د ولس د امنیت ساتنه زموږ شرعي او ملي مسؤولیت دی او دغه راز یې په مناسب وخت کې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری ورکړی دی. بلخوا په پاکستان کې پخواني افغان سفیر عبدالسلام ضغیف ویلي، چې دا کرغیړن او بزدلانه عمل دی، چې دپاکستان ظالم نظامي رژیم ترسره کړی دی. نوموړي ویلي، چې داعمل داسلام، ګاونډیتوب او بین المللي اصولو ښکاره سرغړونه او جنایت دی. ضغیف زیاته کړې، چې پاکستان د خپلې ناکامۍ او دننه ستونزو په بدل کې بې ګناه خلک هدف ګرځوي.












