سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د ارګ ځانګړې کړۍ؛ د چور او تالان چیغې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 26, 2021
in تبصرې
0
د فساد او چور پر وړاندې یو بل خنډ هم ګوښه کړل شو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د امريکا ځانګړې پلټونکې ادارې يا سيګار ویلي چې د حامد کرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه د VIP پروازونو له لارې نغدې پیسې ایستل کېږي. سيګار په دې اړه د اندېښنې تر څنګ د هغو ځانګړو ماشينونو او وسايلو پر استعمال ټينګار کړی، چې په هوايي ډګرونو او بندرونو کې د نغدو پيسو د قاچاق د مخنيوي په خاطر نصب شوي دي. تر دې وړاندې  د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار هم ویلي وو چې د بې‌نښانه الوتکو په وسيله د حامد کرزي له نړيوال هوايي ډګر نغدې پيسې او قيمتي توکي له هېواد څخه بهر لېږدول کيږي.

ویل کېږي چې په ارګ کې یوه ځانګړې کړۍ چې پکې لوړ پوړي چارواکي شامل دي، د دغو کړنو تر شا ده. دا کړۍ یوازې دا هم نه کوي، بلکې په واقعي مانا ټول حکومت د دې کړۍ په لاس کې دی. د مالیې ګوښه شوي وزیر عبدالهادي ارغندیوال هم ویلي چې په ارګ کې یوې ځانګړې کړۍ یې په چارو کې لاسوهنه کوله، په ګمرکونو کې یې د خپلو رییسانو مقررول غوښتل او له همدې کړۍ سره ټکر د دې سبب شو چې نوموړی له دندې ګوښه شي.

د اشرف غني په مشرۍ دا اداره په تدریجي ډول د حکومت له بڼې واوښته او اوس پکې چارې د یوه شخصي شرکت په شان پر مخ وړل کېږي. سره له دې چې دلته د اساسي قانون په ګډون ډېر نور قوانین شته، خو واقعیت دا دی چې دلته په ارګ کې د یوې کړۍ زور تر قانون زیات دی او هر څه چې دوی وغواړي هغه به کېږي. د اساسي قانون له مخې وزیران؛ ولسمشر او ولسي جرګې ته ځواب ویونکي دي، خو اوس باید وزیران په ارګ کې همدې کړۍ ته کېني، ریپوټ او حساب ورکړي او د دوی اوامر عملي کړي. همدا کړۍ ده چې ټول حکومت یې انحصار کړی دی او همدوی دي چې بهر ته د نغدو پیسو په لېږد او ډېرو نورو ناقانونه کړنو کې ښکېل دي. په دې حکومت کې چې هره ناقانونه کړه کېږي، غلا کېږي، لوټ کېږي، ګومارني کېږي او یا هم څوک عزل کېږي؛ سرچینه یې همدې کړۍ ته ور ګرځي چې د اشرف غني پر شاوخوا را ګرځېدلې ده.

په دې کړۍ کې محدود شمېر کسان دي او ټول یې له بهره راغلي دي چې د بل هېواد تابعیت هم لري. ښکاري چې دوی یوازې د همدې لپاره راغلي دي چې دلته چور، چپاول او غلا وکړي او بیا یې خپلو اصلي وطنونو ته یوسي. که دوی څوک په دولت کې ګوماري او یا یې ګوښه کوي، لامل یې یوازې همدا دی چې دوی ته د لا زیاتې غلا، چور او چپاول زمینه برابره شي. اوس چې بیا دا خبره کېږي چې ښايي ژر د سولې د خبرو په پایله کې یو نوی حکومت رامنځ ته شي، نو دوی فکر کوي چې وخت یې کم دی، ځکه یې غلا له حده زیاته کړې ده او را ټولې کړې پیسې په ځانګړو الوتکو کې بهر ته لېږدوي.

حیرانوونکې دا ده چې ټول خلک دا کړۍ پېژني او ورته ګوري چې دوی څه ډول چور او تالان روان کړی دی، خو هېڅوک ترې د پوښتنې نشته. زموږ عدلي او قضايي ارګانونه دوی ته تسلیم شوي، ولسي جرګه چېغي وهي، خو څوک یې غږ نه اوري، مشرانو جرګه په انتصابي سناتورانو او د ارګ په لاسوهنو بې‌مانا شوې ده او هېڅوک نشته چې د دې چور او تالان مخه ونیسي. له همدې چور او تالان ښکاري چې د دغو کړیو د واکمنۍ وروستۍ ورځې دي، خو ولس او ټول هغه اړخونه چې پر دې ولس دردیږي، باید د دې چور او تالان مخه ونیسي او پرې نه ږدي چې لا مو شتمنۍ لوټ او بهرنیو هېوادونو ته انتقال شي.

Previous Post

جو بايډن

Next Post

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Gambling Online Free Money

سپتمبر 8, 2025
جلالي: د واکسین ښه تطبیق د پولیو مخنیوي لپاره مهم دی

جلالي: د واکسین ښه تطبیق د پولیو مخنیوي لپاره مهم دی

جولای 1, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved