چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د اسلامي امارت پوځ، اړتیا او د تمویل ستونزه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 4, 2022
in تبصرې
0
امربالمعروف وزارت، پخوانۍ تجربې او نوی تصویر
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 اسلامي امارت وايي چې د سل زره کسیز پوځ د جوړېدو لپاره یې ټول پلانونه برابر کړي دي. د امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دغه پوځ کې به پخواني مسلکي افسران هم داخلېږي. لا معلومه نه ده چې دا پوځ به کله بشپړیږي او بیا به ددې پوځ تمویل او تجهیز له کومو لارو چارو کېږي. له دې سره هم‌مهاله د استخباراتي ځواک او د پولیسو پر جوړولو هم کار روان دی چې د شمېر په اړه یې کره معلومات نشته.

د اسلامي امارت له خوا د پوځ د جوړېدو چاره له څو اړخونو غوره ګام دی. لومړی دا چې هر هېواد باید رسمي پوځ ولري، ځکه چې همدا پوځ بیا د یوه هېواد ساتندوی وي او آن نور هېوادونه ورسره چلند هم د هغه پوځ او زور ته په کتو سره کوي. بیا د افغانستان لپاره ځکه پوځ مهم دی چې له یوه اړخه هر وخت د لویو قدرتونو له ګواښ سره مخ دی او له بله اړخه د شریرو ګاون‍ډیانو په منځ کې پروت دی. د شریرو ګاونډیانو له شر څخه د خلاصون لپاره موږ باید پوځ ولرو، ځکه چې زموږ ډیری ګاونډیان لا هم نه غواړي چې په افغانستان کې امن او ثبات وي. ان دا فکر او نظر اوس د تاجکستان په شان له یوه کمزوري هېواد سره هم دی چې په افغانستان کې لاسوهنه وکړي او امن و ثبات له ستونزې سره مخ کړي. له همدې امله پوځ مهم دی او پکار ده چې په جدیت یې د جوړولو لپاره کار وشي. دویم دا چې موږ ته له پخوانۍ ملي اردو ډېره وسله او تجهیزات راپاتې دي، چې باید ښه وساتل شي او موثره ګټه ترې واخیستل شي.‌ داسې وېره وه او لا شته چې موږ ته را پاتې پوځي وسایل او تجهیزات به ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق شي او یا به هم په کور دننه تخریب او له کار ولوېږي، خو که موږ یو منظم پوځ ولرو، نو بیا دا ټوله وسله او تجهیزات خوندي کوي او خپله ترې د هېواد په ګټه کار اخلي. د یوه منظم پوځ د جوړېدو درېیمه ګټه دا ده چې لا هم ګ‍ڼ طالب نظامیان بې برخلیکه دي، دوی باید د حکومت په یوه برخه کې په رسمي دنده وګومارل شي، ځکه چې له یوه اړخه یې دا حق دی او له بله اړخه که دوی ناراضه شي، ښايي نورې مخربې کړۍ ترې د اسلامي امارت او هېواد پر ضد ګټه پورته کړي،‌ نو ځکه دوی باید په یوه منظم پوځ کې تنظیم شي چې هم یې حق ورکړل شي او هم به له ځینو ممکنه ناراضه کېدونکو د ناوړه ګټې اخیستنې مخه نیول شوې وي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د اسلامي امارت له خوا د منظم پوځ جوړول له هره اړخه یوه غوره ګام دی، خو سر له اوسه باید دې ته هم پام وشي چې ددغه پوځ تمویل او تجهیز به څوک او په کومو امکاناتو کوي. که دا پوځ یو ځل بیا د تېرو هغو په شان د نورو په مرستو چلېږي او جوړیږي، نو بیا یې موثریت له منځه ځي، خو که پر خپلو امکاناتو وي او د تمویل او تجهیز داخلي لارې چارې یې پیدا کېږي، نو بیا د یوه واقعي پوځ تمه ترې کېدای شي.

Previous Post

اټومي قدرتونه: نړۍ به د اټومي وسلو له خطر ساتو

Next Post

اوکرایني الوتکه؛ ایران به ۱۰۷ میلیونه ډالر غرامت ورکوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
اوکرایني الوتکه؛ ایران به ۱۰۷ میلیونه ډالر غرامت ورکوي

اوکرایني الوتکه؛ ایران به ۱۰۷ میلیونه ډالر غرامت ورکوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

الکوزی: د تورخم دروازې تړلې پاتې کېدو سره به د توکو بيي لوړې شي

الکوزی: د تورخم دروازې تړلې پاتې کېدو سره به د توکو بيي لوړې شي

فبروري 24, 2023
نړیوال سور صلیب: لسو ورځو کې مو د جګړې د ۴ زره ټپیانو درملنه کړې ده

نړیوال سور صلیب: لسو ورځو کې مو د جګړې د ۴ زره ټپیانو درملنه کړې ده

اگست 10, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved