سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د اشرف غني له پښو ښویېدونکې ځمکه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 23, 2020
in تبصرې
0
د اورکم لومړۍ ورځ، خوښۍ او اندېښنې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د طالبانو او امریکا تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو مرحله ژر پیلېدونکې ده. ټاکل شوې چې د دې مرحلې په پای کې د دواړو اړخونو له لوري د سولې هوکړه لیک هم په رسمي ډول لاسلیک شي. امریکايي چارواکي مني چې توافقات شوي او ژر به تاوتریخوالی کم شي. له دې سره هممهاله د ارګ واکمن او د دوی ملګري لا هم د جګړې د دوام لپاره نه یوازې لابې کوي، بلکې د سولې پر وړاندې عملي خنډونه هم جوړوي. د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې نه یوازې اشرف غني د طالبانو پر ضد توندې، تېزې او له تورونو ډکې خبرې کړې دي، بلکې امرالله صالح یې هم ورسره مونیخ ته بیولی چې هلته د سولې ضد پروپاګڼدا پر مخ یوسي.

دا داسې ورځې دي چې د جګړې ټول ښکېل لوري باید نرمه، خوږه او سوله ییزه ژبه وکاروي، خو د دې هر څه خلاف اشرف غني او ملګري یې لا هم د جګړې په موډ کې دي. په مونیخ کې د ولسمشر غني ځینې خبرې په رښتیا هم چې له یوه اړخه د سولې ضد او د جګړې له بویه ډکې دي، له بله اړخه شرموونکې دي چې پکې سپک او لوېدلي الفاظ کارول شوي دي. دا سمه ده چې د جګړې او وحشت دا پروپاګڼډا به لا هم د امریکايي سناتور روهراباکر په شان افغان دښمنه او د افغانستان د تجزیې غوښتونکي مینه وال ولري، خو پر افغان ولس سربېره، ډېری امریکايان او نور خلک هم د سولې، پخلاینې او جوړجاړي پلویان دي. هغوی؛ چې اشرف غني، د هغه پر شاوخوا را ټولو له غرب څخه راغلو څو ځوانانو او د جګړې پلویانو ته یې د دې ډول خبرو او دریځ نیولو ماموریت ورکړی، تر پایه به یې ملاتړ ونه کړي. د سولې او جوړجاړي معامله د امریکايي ګټو لپاره ده، نو څه چې اشرف غني یې کوي، ښايي د لنډ وخت لپاره د هغه د ګومارونکو له ګټو سره مرسته وکړي، خو ژر به یې تر پښو لاندې ځمکه ښویېږي او هغه به د افغان ولس حساب او د تاریخ قضاوت ته پاتې کېږي.

اشرف غني باید پوه شي چې هغه نهه لکه اصلي او جعلي کسان به هم ترې بېلیږي چې ده ته یې رایه ورکړې. دا نهه لکه شمېره هم یا جعل دی او یا هم د سلګونو میلیونو ډالرو د لګولو او پراخو تبلیغاتو پایله ده چې له سولې سره په مخالفت کې به دا ملاتړ هم ور پاتې نه شي. د اشرف غني ستره تکیه چې امریکايي اړخ و، اوس نور د تکیې کار نه ورکوي او له ولس سره خو د اشرف غني اړیکه هسې هم له پخوا پرې شوې ده. یوازې نهه لکه اصلي او جعلي ملاتړي چې ور پاتې وو، هغه به هم ترې جلا کېږي. غني او څو جګړه خوښه ملګري به یې یوازې پاتې کېږي. له همدې امله پکار ده چې نور د پردیو ماموریتونو د پر مخ وړلو پر ځای د خلکو په څنګ کې ودریږي. له دې پرته به د هغو واکمنو له برخلیک سره مخ کېږي چې خپل ولس ته یې د ده په شان مرګ ډالۍ کاوه او د جګړې او وحشت د دوام هڅې یې کولې.

Previous Post

افغان سوله او ډراماټیک پرمختګونه

Next Post

د ټاکنو پایلې اعلان شوې، خو لانجه ختمه شوه؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د ټاکنو پایلې اعلان شوې، خو لانجه ختمه شوه؟

د ټاکنو پایلې اعلان شوې، خو لانجه ختمه شوه؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پاکستان له افغانستان، ايران او روسيې سره د جنس په جنس سوداګرۍ اعلان وکړ

پاکستان له افغانستان، ايران او روسيې سره د جنس په جنس سوداګري پیلوي

جون 3, 2023
شمالي کوریا؛ یوه اونۍ کې یو نیم میلیون ځوانانو پوځ کې نوم‌لیکنه کړې

شمالي کوریا؛ یوه اونۍ کې یو نیم میلیون ځوانانو پوځ کې نوم‌لیکنه کړې

اکتوبر 16, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved