سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 21, 2026
in تبصرې
0
نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه
585
SHARES
3.3k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۰۲۶م میلادي کال د جنورۍ شلمه نېټه د افغانستان او د چین ولسي جمهوریت ترمنځ د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو د ټینګېدو له تاریخي پيل څخه د ۷۱مې کلیزې نښه ده. دا ورځ یوازې د څو لسیزو دیپلوماتیکو اړیکو یاد نه دی، بلکې د دوو لرغونو ملتونو ترمنځ د هغې دوستۍ، باور او متقابل درناوي سمبول دی چې ریښې یې د تاریخ په ژورو کې، تر زرګونو کلونو پورې غځېدلې دي.

افغانستان او چین د اسیا په زړه کې دوه داسې تمدنونه دي چې د تاریخ په اوږدو کې یې د سوداګرۍ، فرهنګ او انساني اړیکو په پراختیا کې مهم رول لوبولی دی. د لرغوني تاریخ له پاڼو ښکاري چې د دواړو ولسونو ترمنځ اړیکې یوازې د سیاست تر کچې محدودې نه وې، بلکې د خلکو ترمنځ تګ راتګ، فکري تبادله او اقتصادي همکاري یې اصلي بنسټ جوړاوه. د د ورېښمو لاره د همدې اړیکو یو ژوندی مثال و، چې افغانستان یې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ په یوه مهم تمدني او سوداګریز پل بدل کړی و او چین یې له مرکزي او جنوبي اسیا سره نښلاوه.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې، د افغانستان او چین اړیکې د بدلونونو سره سره تل پر دوام ولاړې پاتې شوې. بیلا بېلو سیاسي بدلونونو د دې اړیکو پر ژورتیا منفي اغېز نه دی کړی، بلکې د متقابل زغم او احترام له لارې یې لا پراخوالی موندلی دی. دا هغه ځانګړنه ده چې د دواړو ملتونو اړیکې له ډېرو نورو نړیوالو اړیکو څخه بېلې او ځانګړې کوي.

په معاصر تاریخ کې، د شلمې پېړۍ له نیمایي وروسته، د افغانستان او چین ترمنځ رسمي دیپلوماتیکې اړیکې پر داسې اصولو ولاړې شوې چې د ښه ګاونډیتوب، د ملي حاکمیت درناوي او د نه‌مداخلې سیاست پکې بنسټیز ځای لري. چین د افغانستان د یو ګاونډي هېواد په توګه تل هڅه کړې چې اړیکې یې له کابل سره له شخړو او فشارونو پاکې وي، او افغانستان هم چین د یو باوري شریک او د سیمې د ثبات د ملاتړي په توګه پېژندلی دی.

په وروستیو کلونو کې، سره له دې چې افغانستان له سختو سیاسي، اقتصادي او نړیوالو ننګونو سره مخ و، د افغانستان او چین اړیکې پر خپل مثبت مسیر روانې پاتې شوې دي. چین د سیاسي تعامل، اقتصادي همکاریو او بشري ملاتړ له لارې دا پیغام ورکړی چې د افغانستان له خلکو سره د دوستۍ اړیکه د شرایطو تابع نه ده، بلکې د اوږدمهاله لید، تاریخي باور او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړه ده.

نن، چې نړۍ د سیاسي بدلونونو، اقتصادي سیالیو او امنیتي ننګونو په یوه نوې مرحله کې ده، د افغانستان او چین اړیکې د سیمې لپاره د ثبات، اتصال او متوازن پرمختګ یوه مهمه بېلګه بلل کېدای شي. دا اړیکې ښيي چې که دوستي پر تاریخ، اعتماد او متقابل احترام ولاړه وي، نو نه یوازې د وخت ازموینه تېروي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره هم د همکارۍ او سولې یوه روښانه لاره پرانیزي. د افغانستان او چین ترمنځ دا اوږدمهاله دوستي کولی شي د پامیر له غرونو تر هندوکش او له هغه ځایه تر ستر دیوال پورې، د باور، پرمختګ او ګډ برخلیک پیغام ژوندی وساتي.

Previous Post

د مهارت او مسلک کنفرانس؛ د کار بازار ته د ځوانانو د نږدې کولو هڅه

Next Post

ټرمپ: زه هم له افغانستانه راوتلم خو په عزت سره

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ټرمپ: زه هم له افغانستانه راوتلم خو په عزت سره

ټرمپ: زه هم له افغانستانه راوتلم خو په عزت سره

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پومپیو وایي، داعش ډله لا هم یو ستر ګواښ دی

پومپیو وایي، داعش ډله لا هم یو ستر ګواښ دی

اکتوبر 27, 2020
د امریکا دفاع وزیر په ناڅاپي سفر عراق ته تللی

د امریکا دفاع وزیر په ناڅاپي سفر عراق ته تللی

مارچ 7, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved