چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د افغانستان او چین اړیکې؛ د اوږدمهاله اعتماد او رښتینې ملګرتیا یوه غوره بېلګه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 19, 2025
in تبصرې
0
د افغانستان او چین اړیکې؛ د اوږدمهاله اعتماد او رښتینې ملګرتیا یوه غوره بېلګه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د ۲۰۲۵ کال د جنوري شلمه د افغانستان او چین د دیپلوماتیکو اړیکو اویایمه کلیزه یوه داسې ورځ چې ،د دواړو ملتونو د اوږدمهاله ملګرتیا، اعتماد او همکارۍ نښه ګڼل کېږي. افغانان چین د یوه صادق او باور وړ دوست په توګه پېژني، چې له کلونو راهیسې په هر ډول شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ پاتې شوی دی. دا اړیکې د درناوي، همکارۍ او شفافیت پر بنسټ ولاړې دي، چې د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د دواړو هیوادونو د ښه نیت یوه بې ساري نمونه ګڼل کېږي.
چین تل د افغانستان د سولې، ثبات، او پرمختګ لپاره بېساری ملاتړ کړی دی. د دې اړیکو یوه ستره ځانګړنه دا ده چې چین د افغانستان په کورنیو چارو کې هیڅ مداخله نه ده کړې او تل یې د متقابل احترام پر بنسټ همکارۍ ته دوام ورکړی دی. د افغانانو لپاره د چین ملګرتیا یوازې د سیاسي او دیپلوماتیکو اړیکو په کچه نه ده محدوده، بلکې اقتصادي، کلتوري او بشري برخو ته هم پراختیا ورکړل شوې ده.
په تېرو دریو کلونو کې، د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، چین لومړنی هیواد و چې د افغان سرپرست حکومت سره یې تعامل ته دوام ورکړ. په داسې حال کې چې ګڼو نورو هیوادونو خپل سفارتونه وتړل یا یې اړیکې کمزورې کړې، چین په سختو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ پاتې شو. د چین دا ژمنتیا د دواړو هیوادونو د اړیکو د ژوروالي او صداقت څرګندونه کوي.
چین د افغانستان په بیا رغونه کې د سترې ونډې ،‌افغان محصلینو ته د زرګونه بورسونو او سکالرشیپونو تر څنګ د اقتصادي همکارۍ په برخه کې هم تل ښه پر مخ تللی دی. په دې وروستیو کې، د افغان سوداګرو لپاره د ویزو په ورکړه کې د چین له خوا سهولتونه راوړل د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي. دغه ګام نه یوازې د سوداګرۍ لپاره نوي فرصتونه برابروي، بلکې د افغانانو په اقتصادي ژوند کې مثبت بدلون هم راولي.
د افغانستان خلک د چین دغه ټولې هڅې د خپل راتلونکي لپاره یو ښه زېری ګڼي. د افغانستان او چین اړیکې یوازې د دې لپاره نه دي چې دواړه هیوادونه خپل منافع خوندي کړي، بلکې دا اړیکې د سیمې لپاره د سولې او ثبات لپاره یوه مهمه تګلاره ده. افغانان د دې ستراتېژیکې ملګرتیا څخه ژوره مننه کوي او هیله لري چې په راتلونکي کې به دغه اړیکې لا زیاتې پیاوړې شي.
د دې ملګرتیا اوږدمهالې ګټې یوازې په دیپلوماتیکو او اقتصادي برخو کې نه دي محدودې، بلکې د دواړو ملتونو د خلکو ترمنځ د باور او دوستۍ د لا زیاتیدو لپاره هم اغېزمنې دي. افغانان په دې باور دي چې د چین او افغانستان اړیکې د متقابل احترام او همکارۍ یوه بې ساري بېلګه ده چې د نړیوالو لپاره د یووالي او ملګرتیا الهام بخښونکی درس دی.
د افغانستان او چین ترمنځ د اوو لسیزو دیپلوماتیکو اړیکو کلیزه نه یوازې د تېر مهال یوه یادونه ده، بلکې د راتلونکي لپاره د همکارۍ او پرمختګ یوه نوې هيله هم ده. افغانان هیله لري چې د دې اړیکو په سیوري کې به د خپل هیواد لپاره د سولې، پرمختګ، او ثبات نوي فرصتونه رامنځته کړي. دا ملګرتیا به د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ او اعتماد اړیکې نورې هم ژورې کړي او د نړۍ لپاره به د متقابل احترام او همکارۍ یوه مثالي بېلګه پاتې شي. د دې کلیزې په نمانځلو سره، دواړه ملتونه د خپلې ملګرتیا نوې ژمنې تازه کوي او په ګډه د یوه روښانه او هوسا راتلونکي په لور ګامونه پورته کوي. د افغانستان خلک د چین له خوا د تلپاتې ملاتړ لپاره د زړه له کومې منندوی دي او باور لري چې دا اړیکې به د نړۍ په کچه د سولې او پرمختګ لپاره یو ځلاند مثال پاتې شي.

Previous Post

روزګان کې د ۴ میلیونه ډالرو په لګښت د رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

Next Post

د امریکې په لوسانجلس کې د سختې اور لګېدنې لاملونه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د امریکې په لوسانجلس کې د سختې اور لګېدنې لاملونه

د امریکې په لوسانجلس کې د سختې اور لګېدنې لاملونه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

مالیې وزارت په عایداتي مالیو کې تر ۵۰ سلنې کموالی راوست

مالیې وزارت په عایداتي مالیو کې تر ۵۰ سلنې کموالی راوست

جولای 12, 2026
محمود قریشي: نړیوال دې اجازه نه ورکوي چې سولې ته خنډ جوړ شي

محمود قریشي: نړیوال دې اجازه نه ورکوي چې سولې ته خنډ جوړ شي

جولای 7, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved