د افغانستان بانک په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د هېواد په لوېدیځ زون کې یې، څه باندې ۶۶۰ میلیونه او ۷۰۰زره زړې افغانۍ سوځولي دي. د خبر پاڼه پر بنسټ په سوځول شویو زړو افغانیو کې «۱۰، ۲۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانیو نوټ» شامل دي. د خبرپاڼې له مخې، دغه شمېر افغانۍ چې له چلښت لوېدلې وې، د یاد بانک د پلاوي په حضور کې له کره شمېرنې وروسته سوځول شوي دي. د افغانستان بانک مسوولینو له هېوادوالو غوښتنه کړې چې په ورځنیو راکړو ورکړو کې د افغانۍ ساتنې ته پام وکړي، څو له چلښت ونهلوېږي. د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو زونونو کې له چلښت لوېدلې او زړې افغانۍ راټولې او سوځولې دي.










