چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د افغانستان د سولې بهير لاهم له ډېرو ننګونو او خنډونو سره مخ دی

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 14, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د افغانستان د سولې بهير لاهم له ډېرو ننګونو او خنډونو سره مخ دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

امريکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې سياسي تړون لاسليک کړ چې اصلي موخه يې له سياسي لارو چارو د افغانستان مسئلې د حل وفصل لپاره د يوې لارې موندل او په افغانستان کې د امريکايي پوځ حضور پای ته رسول دي. له بلې خوا د دې تړون د لاسلیکېدو سره په پام کې وه چې ډېر ژر به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو لپاره لاره جوړه او هواره شي تر څو دايمي سوله رامنځته شي او جګړې ختمې شي. خو متأسفانه په افغانستان کې د سولې بهير لا اوس هم له ډېرو ننګونو سره مخ دی.نو څنګه کيدلی شي دغه ننګونې له مخې لېرې شي تر څو تلپاتې سوله تينګه شي؟

د کابل پوهنتون استاذ عبدال ناصر د چین د ميډيا ګروپ له خبريالې سره په ځانګړې مرکه کې په دې اړه داسې وويل چې له تېرو څو لسيزو راهيسې افغانستان تل د اوږدې جګړې په اور کې ايسار پاتې شوی دی،  افغانان هيله لري چې نور دا جګړه ختمه شي او د امريکا او طالبانو ترمنځ سياسي تړون په دې هېواد کې د دايمي سولې راتګ زمينه برابره کړي، خو اوس داسې ليدل کيږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې د رکود په حالت کې دي او د دواړو خواوو ترمنځ جګړې د سولې په راتګ باندې منفي سيوری او تاثير کړی دی.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

دا چې ولې يادې خبرې اترې له خنډ سره مخ شوې، لاملونه او عوامل يې څه دي؟ هغه د مرکې په ترڅ کې داسې وويل چې د سولې د خبرو اترو د ځنډ لاملونه او عوامل ډېر دي، خو يو عمده او مهم لامل يې د افغان حکومت او طالبانو اديلوژيکي توپيرونه دي. دا چې په تېرو څو لسيزو کې د تاوتريخوالي او جګړې ډېرې شوې، نو د افغان حکومت په اند د اوسنيو لاسته راوړنو ساتل يو ډېر مهم کار دی، ځکه چې دا هم له شلو کلونو راهيسې د نړيوالې ټولنې د ګډو هڅو نتيجه ده، نو د دوی عمده غوښتنه د جمهوري نظام  ساتنه ده تر څو د افغانانو له خوا منل شوی سياسي جوړښت وساتل شي. خو طالبان خپل نظر لري او غواړي چې سیاسي نظام له جمهوريت څخه پر امارات باندې بدل کړي چې په پايله کې به خلک له بنسټيزو حقونو د بېلګې په توګه په ټاکنو کې د رايې ورکونې او د پرېکړې له حق څخه محروم شي

بل لامل دا دی چې طالبان د سولې به خبرو اترو کې د ځينو مهمو مسئلو په هکله پرېکړه نه شی کولی. د افغان حکومت په شان طالبان د ځينو مهمو پرېکړو په برخه کې کافی واک نه لري. ځکه چې هم د حکومت او هم د طالبانو تر شا بېلا بېل هېوادونه دي او دواړه لوري د بېلا بېلو هېوادونو د ګټو استازيتوب کوي.

درېیم لامل دا دی چې د افغانستان په دننه کې سياسي ډلې ګډ دريځ ته نه دي رسيدلي، افغان حکومت او د حکومت پلوي ډلې، ګوندونه او غورځنګونه د سولې ګډه موخه لري، خو  د سوله ييزې موخې د تر سره کولو لپاره له څه ډول لارو چارو څخه د استفادې په هکله د دواړو خواوو ترمنځ د نظريو توپيرونه ډېر دي. افغان حکومت يوازې د خپلو پلوي ډلو او ګروپونو د ګټو لټولو لپاره هڅې کوي او د زياترو نورو وګړو ګټې يې له پامه غورځولي دي چې دا د افغان حکومت او مخالفينو ترمنځ د کړکيچ د رامنځته کېدو د يو سبب په توګه ياديږي.

د ده په اند سربېره پردې په افغانستان کې د سولې بهير له ځينو نورو منفي عواملو سره هم مخ دی. د يادو ننګونو او منفي عواملو له امله د سولې بهير مخنيوی شوی او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې ځنډيدلې دي. نو که دغه عوامل او ننګونې لېرې نه شي، په لنډه موده کې به د سولې په بهير کې داسې د پام وړ مثبت پرمختګ ونه ليدل شي.

 څنګه کيدلی شي چې اوسنۍ مسئله حل شي تر څو په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي. نوموړي دغې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، لومړی افغانستان بايد د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو ساتنه وکړي، ځکه چې دغه لاسته راوړنې د اوسني سياسي نظام او د دغه نظام د قانونيت بنسټ دی. د مطبوعاتو ازادي د ديموکراتیک نظام يوه مهمه برخه ده. پر دې سربېره بايد د ښځو حقه حقونه ،ازادي او د اتباعو د رايې ورکونې حق تامين شي. دوهم دې د يو روغ او خپلواک افغانستان د ابادۍ لپاره د ځمکنۍ بشپړتيا وساتل او د ټولو افغانانو په استازيتوب دې يو پراخ بنسټه سياسي نظام جوړشي. د دولتي ارزښتونو له مخې دې لا ښه چاپيريال برابر شي تر څو هر تن په سوله کې ګډ ژوند وکړي. زما په نظر دا ډېره مهمه ده.د دې ترڅنګ دا هم لازمه ده چې د سولې د بهیر د پرمخبيولو لپاره دې څو اړخيز ميکانيزم دې جوړ شي. د سولې د خبرو اترو لپاره به ټول شموله ميکانيزم د افغانستان د سولې او سمسورتيا په برخه کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي په دې برخه کې د چين په شمول د ګاونډيو هېوادونو د رول د یادونې په ترڅ کې وويل چې د افغانستان د سولې بهير د ګاونډيو هېوادونو له برخې اخيستنې سره نژدې اړيکې لري. په تېره بيا په دې برخه کې د چين رول مهم دی. چين له افغانستان سره عنعنوي دوستي لري او له اوږدې مودې راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ اختلافونه نه دي رامنځته شوي.د چين حکومت تل ادعا کوي چې د افغانستان برخليک بايد د افغانانو له خوا وټاکل شي، د افغانانو د مشرۍ او مالکيت درناوی دې وشي او د افغانستان د راتلونکي ملي حکومتدارۍ جوړښت دې د دغه هېواد له ځانګړو ملي شرایطو او پرمختګ له اړتیا سره سمون لري.

دغه دريځ د افغانانو له غوښتنو سره هم سمون لري.نود ده په اند د چين په شمول ګاونډي هېوادونه بايد د افغانستان د سولې په بهير کې مثبت رول ولوبوي او خپل خدمت دې وکړي.که نړيواله ټولنه د دې بهير د پرمخبيولو لپاره ګډې هڅې وکړي، افغانستان به ښه او روښانه راتلونکی ولري.

Previous Post

د چين د ۷مې سرشمېرنې پايلې خپرې شوې

Next Post

زلمی خلیلزاد: د پرمختګ یوازینۍ اخلاقي او عملي لار سوله ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
زلمی خلیلزاد: د پرمختګ یوازینۍ اخلاقي او عملي لار سوله ده

زلمی خلیلزاد: د پرمختګ یوازینۍ اخلاقي او عملي لار سوله ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

روغتیا سازمان: افغانستان او پاکستان کې لاهم د پولیو ویروس شته

روغتیا سازمان: افغانستان او پاکستان کې لاهم د پولیو ویروس شته

دسمبر 26, 2023
چین او روسیې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

چین او روسیې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

جولای 12, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved