
افغان پلاوی د خپرونې له سټوډيو څخه د لیدنې په حال کې
د افغانستان د ځوانو ډيپلوماټانو پلاوي د جولای په ۱۴مه نېټه د چين ميډيا ګروپ د اسيا او افريقا له نشراتي مرکز څخه لیدنه وکړه. د دې پلاوي مشري د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت د لومړي سياسي ریاست د رئيس مفتي نور احمد نور پر غاړه وه.
د چین مډیا ګروپ د اسيا او افريقا د نشراتي مرکز مشر ان شیاو یو د ياد پلاوي هرکلی وکړ. هغه د چين ميډيا ګروپ کاري بهیر او د افغانستان لپاره خپرونې بیان کړې.
ده په دې لیدنه کې ویلي چې د اسیا او افریقا نشراتي مرکز تل د چپن او افغانستان ترمنځ د تبادلې د پیاوړتيا لپاره هڅه کوي، د افغانستان له رسنيو سره يې اوږمهاله دوستانه همکارۍ ساتلې او ډېرې زياتې لاسته راوړنې درلودلې دي. د هغه په وينا، سږ کال د چين او افغانستان د رسمي اړيکو د جوړېدو له ۷۰مې او هم د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب له ۸۰مې کليزې سره برابر دی.
نوموړي ویلي چې د چين ميډيا ګروپ به په دوامدار ډول د افغانستان د بيارغونې په اړه راپورنو ته پاملرنه وکړي او له افغان رسنيو سره به خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.
مفتي نور احمد نور د دواړو هېوادونو د تبادلې او همکاريو د پياوړتيا لپاره د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانګې له هڅې څخه مننه څرګنډه کړې او ويلي يې دي، چې د چين ميډيا ګروپ د نړیوالې اغېزمنې رسنۍ په توګه نړۍ ته د عدالت غږ رسولی دی.
ده ویلي چې لوېدیځو رسنیو نړۍ ته د افغانستان په اړه منفي تبلیغات کوي او په وینا يې چیني رسنیو د حقیقت په خپرولو سره د لوېدیځو رسنیو منفي تبلیغات خلکو ته روښانه کړي دي.
ده زیاته کړه چې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت به د دواړو هېوادونو د رسنيزو همکاریو لپاره اسانتياوې برابرې کړي او هيله يې ښودلې، چې د چين ميډيا ګروپ د خپلې نړیوالې اغېزې له لارې نړۍ ته د افغانستان واقعي حالت بیان کړي.











