د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې تېره میاشت، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې، ۳۶۵ زره ۱۲۰ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې، د حیرتان بندر له لارې ۲۵۸ زره ۹۷۵ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۲ زره ۴۶۷ ټنه، د خواف – هرات بندر له لارې دوه زره ۳۶۰۶ ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې ۸۰۰۷۲ ټنه چې ټولټال ۳۶۵ زره ۱۲۰ ټنه نفتي او خوارکي توکي دي؛ هېواد ته وارد او صادر شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې شپږ زره ۲۷۲۶ ټنه تجارتي مالونه صادر او ټرانزیټ شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، هڅه کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.












