چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د افغانستان کلتوري میراثونه؛ د اقتصادي ودې او نړیوال سیاحت لپاره نه ختمېدونکی فرصت

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 19, 2024
in تبصرې
0
له سرپرست حکومت سره د تعامل له لارې د اقتصادي بحران حل یوازینۍ لار ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

افغانستان د تاریخي او کلتوري میراثونو یوه بډایه خزانه ده چې نړۍ ته د معرفي کولو او د نړیوال سیاحت د ودې لپاره بې‌ساری ظرفیت لري. دغه لرغوني میراثونه نه یوازې د دې هېواد د زرګونو کلونو تمدن او تاریخ نښه ده، بلکې د نړۍ لپاره یو ارزښتناک انساني میراث هم ګڼل کېږي. له بده مرغه، په تېرو کلونو کې د جګړو او بې‌ثباتۍ له امله د افغانستان ډېر تاریخي ځایونه زیانمن شوي او یا نړیوال تور بازار ته قاچاق شوي وو.
د افغانستان تاریخي ځایونه لکه د بامیانو بودا مجسمې، د هرات لرغونی ښار،د کندهار تاریخي ښار، د غزني تاریخي برجونه، او د بلخ لرغوني آثار د نړۍ په کچه ځانګړی ارزښت لري. دا تاریخي ځایونه د نړیوالو سیلانیانو لپاره یو بې‌ساری زړه راښکونکی فرصت دی چې افغانستان ته د راتګ لیوالتیا ډیروي .
په دې برخه کې د افغان سرپرست حکومت مسؤلیت دی چې د دې تاریخي ځایونو د ساتنې، رغونې او نړیوالو ته د معرفي کولو لپاره یو هر اړخیز پلان جوړ کړي. د تاریخي ځایونو د ساتنې لپاره باید مشخصې بودیجې وټاکل شي، تخنیکي ټیمونه وروزل شي او د نړیوالو مرستندویو موسسو ملاتړ هم راجلب شي.
له دې سره، د افغانستان په اوسنۍ امن فضا کې د خصوصي سکتور لپاره یو ستر فرصت دی چې د سیاحت په برخه کې پانګونه وکړي. افغان سرپرست حکومت باید د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره ځانګړي اقدامات وکړي، د سیاحتي شرکتونو د رامنځته کولو او پراختیا لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او د دوی د ملاتړ لپاره لازم قوانین تصویب کړي.
د سیاحتي شرکتونو ډېرېدل به نه یوازې د هیواد اقتصاد ته وده ورکړي، بلکې د کار موندنې نوې زمینې به هم رامنځته کړي. د نړیوالو سیلانیانو د جذب لپاره د نړيوالو معیارونو پر بنسټ د هوټلونو، سیاحتي خدمتونو او لارښوونکو روزل هم باید د لومړیتوبونو په سر کې وي. د دې ترڅنګ د سیاحتي سیمو د خوندیتوب او پاکوالي لپاره باید منظمې برنامې جوړې شي.
افغانستان باید د نړۍ په کچه د یو سیاحتي هدف په توګه په منظمه توګه معرفي شي. د بهرنیو ګرځندویانو د جذب لپاره د انټرنیټي کمپاینونو، نړیوالو نندارتونونو او رسنیزو کمپاینونو پیل کول اړین دي. د نړۍ له مخکښو سیاحتي شرکتونو سره همکاري کولی شي د سیاحت لپاره نوې دروازې پرانیزي.
د کلتوري میراثونو د خوندي کولو او نړیوال سیاحت ته د افغانستان د معرفي کولو لپاره یو منظم او هر اړخیز پلان جوړول، د افغان سرپرست حکومت، خصوصي سکتور، او نړیوالو موسسو ګډو هڅو ته اړتیا لري. د دې کار ترسره کول به نه یوازې د افغانستان کلتوري شتمنۍ وژغوري، بلکې د اقتصادي پراختیا، د نوو دندو رامنځته کېدو او د هیواد د نړیوال اعتبار لوړولو لپاره به هم ګټور تمام شي. افغانستان د یوې با ثباته راتلونکې په لور د پرمختګ لپاره دغه ستر فرصت له لاسه نشي ورکولی.
د سیاحت د پراختیا تر څنګ، د سیمه‌ییزو کلتوري جشنونو، هنري نندارتونونو او فرهنګي پروګرامونو جوړول به د افغانستان کلتوري ژوند ته نوی روح ورکړي. دا پروګرامونه به نه یوازې د سیلانیانو لپاره زړه راښکونکي وي، بلکې د هیواد دننه د کلتور د ودې او ملي یووالي لپاره به هم مهم رول ولري.

Previous Post

جرمني د ۲۰ میلیارد یورو په ارزښت نوي دفاعي‌ تجهیزات پيري

Next Post

په بلوچستان کې د پولیو واکسین کمپاین ځنډول شوی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
په بلوچستان کې د پولیو واکسین کمپاین ځنډول شوی

په بلوچستان کې د پولیو واکسین کمپاین ځنډول شوی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سره میاشت د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ۴۰ ماشومانو وړیا درملنه کوي

سره میاشت د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ۴۰ ماشومانو وړیا درملنه کوي

مې 7, 2024
لیز ټرس: برېټانیا د انرژۍ له کمښت ژغورم

لیز ټرس: برېټانیا د انرژۍ له کمښت ژغورم

سپتمبر 7, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved