چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د افغان جګړې د مشروعیت او نامشروعیت ناپایه بحث

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 20, 2021
in تبصرې
0
که پاتې امریکايي ځواکونه هم په ټاکلي وخت کې وځي!؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په قطر کې د افغان حکومت د مذاکراتي تیم یوه غړي حفیظ منصور ویلي، دوی پرېکړه کړې چې له طالبانو سره د مذاکراتو په دویم پړاو کې له پرمختګ وړاندې باید په افغانستان کې د جګړې د مشروعیت په اړه خبرې وشي. نوموړي ویلي، چې اړتیا ده لومړی د دین پر اساس د جګړې او سولې بحث روښانه شي او وروسته بیا پر نورو موضوعاتو بحث وشي. نوموړي زیاته کړې، تر هغو چې دغه موضوع روښانه نه شي، د سولې خبرې به کومې پایلې ته ونه رسېږي.

شاوخوا لس ورځې کېږي چې افغان مذاکراتي ټیم دوحې ته ورغلی چې له طالبانو سره خبرې وکړي، خو د دواړو اړخونو ترمنځ تر اوسه دوه ځلې خبرې شوې چې پکې د کوم پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی. اوس چې د دواړو اړخونو ترمنځ فضا سړه ده، نو د جګړې د مشروعیت او نه مشروعیت بحث مطرح کېږي. د جګړې د مشروعیت او نه مشروعیت بحث پوره حساس، لانجمن او بې پایلې بحث دی. که د دواړو اړخونو مذاکراتي ټیمونه کلونه کلونه هم بحث وکړي، بیا به هم په دې اړه کومې پایلې ته ونه رسیږي؛ ځکه که طالبان ومني چې جګړه یې نامشروع ده، نو چې تر اوسه یې څومره جګړه کړې، څومره دوی پکې وژل شوي او څومره یې نور وژلي، دا چاره به څنګه توجیه کوي!؟ طالبان نه غواړي چې داسې څه ومني چې د هغو پر اساس یې هر څه تر پوښتنې لاندې راشي. همداسې که حکومتي پلاوی ومني چې جګړه نا مشروع ده، نو بیا خو ټوله کیسه ختمه ده. د جګړې د مشروعیت او نه مشروعیت بحث له ۲۰۰۱ کال راهیسې را روان دی چې طالبان د خپلو دیني عالمانو او ملاتړو پر مټ دا نه یوازې مشروع ګڼي، بلکې جهاد او فرض یې ګڼي، خو حکومت یې د خپلو دیني عالمانو او دیني ملاتړو پر مټ ناروا او ناسمه ګڼي. په کور دننه له ځینو دیني عالمانو نیولې بیا د ځینو نورو هېوادونو تر دیني عالمانو او آن د حرمینو شریفینو تر امامانو پورې ځینو کسانو په افغانستان کې جګړه نامشروع وګڼله، خو دغو بحثونو او فتواوو د جګړې له درېدو او آن کمښت سره هېڅ مرسته ونه کړه. له همدې امله د جګړې د مشروعیت او نه مشروعیت بحث په هېڅ ډول نه ګټور دی او نه هم کومه مثبته پایله لري.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

که خبره دا وي چې جګړه ودرول شي او یا هم اوربند وشي، د دې لپاره باید د جګړې د مشروعیت او نه مشروعیت بحث ونه شي، بلکې په سیاسي توافقاتو کې داسې پرمختګونه وشي چې اوربند او بالاخره د جګړې ختم ته لاره هواره کړي. پر داسې مسایل بحث چې نه ګټه لري او نه هم پای، د سولې پر پروسه منفي اغېز کوي او پکار ده چې ونه شي. د سولې لپاره دواړه اړخونه باید پر هغو مسایلو بحث وکړي چې په اسانۍ توافق پرې کېدلی شي. په دې خبرو کې باید پرمختګ وشي، دا پرمختګ که کوچني هم وي، خو باید وشي، ورو ورو باید دا پرمختګ زیات شي چې ورسره سوله راشي او جګړه یو مخ ختمه شي.

Previous Post

کدو؛ شین رنګه سبزي او ګټې یې

Next Post

پښتو معاني

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
پښتو معاني

پښتو معاني

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

نیویارک ټایمز: امریکایانو د افغانانو زرګونه جریبه ځمکې غصب کړې دي

نیویارک ټایمز: امریکایانو د افغانانو زرګونه جریبه ځمکې غصب کړې دي

دسمبر 9, 2020
پاکستان: هیچاته اجازه نه ورکوو چې ترهګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي

پاکستان: هیچاته اجازه نه ورکوو چې ترهګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي

جنوري 3, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved