سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د افغان سولې لپاره سیمه ییزې هڅې او اغېزې یې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 17, 2020
in تبصرې
0
د بین الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه لرې شوي؟
665
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د افغان سولې په تړاو د امریکا، روسیې او افغانستان د استازو ترمنځ درې اړخیزه ویډیويي غونډه شوې ده. په همدې تړاو په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ټول لوري دې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره چټکې هڅې وکړي. په دې غونډه کې د افغانستان په استازیتوب حنیف اتمر، د امریکا په استازیتوب زلمي خلیلزاد او د روسیې په استازیتوب ضمیر کابلوف برخه اخیستې وه. په اعلامیه کې د بندیانو د خلاصون هرکلی شوی او ویل شوي چې نور بندیان دې هم خلاص شي. دغه راز له طالبانو هم غوښتل شوي چې د بین الافغاني خبرو له پیل وړاندې تاوتریخوالی کم کړي.

له بین الافغاني خبرو سره هممهاله او تر هغه وړاندې د افغانستان په تړاو د سیمې او د نړۍ د سترو هېوادونو ترمنځ همغږي، ګډ کار او توافق د افغان سولې لپاره حیاتي ارزښت لري. د افغانستان په لانجه کې ښکېل اړخونه له همدغو سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو سره اړیکې لري او د دوی دریځ مخامخ د سولې پر پروسه اغېز پرې باسي. که دوی ټول توافق ولري او د روانې پروسې ملاتړ وکړي، نو نه یوازې ژر به بین الافغاني خبرې پیل شي، بلکې بریالۍ به هم شي. که دغه هېوادونه د توافق او همکارۍ پر ځای په افغانستان کې د ټکر تګلارې ولري، نو بیا طبیعي ده چې زموږ د سولې روانه پروسه به له سختو خنډونو سره مخ وي او آن بریا یې ناشونې کېږي. له همدې امله دا ډېره مهمه ده چې امریکا او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د سولې په اړه توافق ولري او ګډ کار وکړي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

خو په دې چاره کې یوه مسأله مهمه ده او هغه دا چې د سولې په پروسه کې چې څه ډول ټول کورني اړخونه باید دخیل شي او رضایت یې تر لاسه شي، دغسې باید د افغان سولې په تړاو په سیمه ییزه اجماع کې ټول هغه سیمه ییز هېوادونه او ګاونډیان چې د افغانستان پر حالاتو اغېز لري، ښکېل شي. د افغان سولې په تړاو امریکا او پاکستان په ژوره معامله کې دي، تر دې چې ځینې اندېښنې یې هم را پورته کړي، خو ایران بیا یو مخ هېر شوی دی، چې پکار ده هېر نه شي. دغه راز هند لا هم ناراضه ښکاري. روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه بیا د سولې روانې پروسې ته ورګډ شوي او یا هم ترې راضي ښکاري چې دا یو مهم پرمختګ دی. چین هم تر ډېره راضي ښکاري. له همدې امله مهم اړخونه راضي شوي چې دا ښه ګام دی، خو هغه هېوادونه هم باید قانع شي چې تر اوسه پورې له دې پروسې سره پټ او ښکاره مخالفت کوي او ترې منزوي دي.

د مسکو، واشنګټن او کابل د درې اړخیزې غونډې د دوام ژمنه شوې ده. پکار ده چې همداسې غونډې زیاتې شي، له نورو هېوادونو سره هم له نږدې کار وشي، څو ټول شته خنډونه او اختلافات ختم شي. د سیمې هېوادونه او د نړۍ ستر قدرتونه ټول باید په افغانستان کې د ټکر پر ځای، همکارۍ، سولې او ګډ کار ته وهڅول شي او همدا چاره زموږ سره په واقعي سوله کې مرسته کوي.

Previous Post

که غواړی پوستکی مو ځوان پاتې شي، دغه خواړه وخورئ!

Next Post

د مطالعې فن

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د مطالعې فن

د مطالعې فن

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ به روسيې ته رسمي سفر وکړي

مې 4, 2025
ګوترېش: نړۍواله ټولنه باید افغانان هېر نه کړي

ګوترېش: نړۍواله ټولنه باید افغانان هېر نه کړي

اگست 16, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved