چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د افغان ښځو په استازیتوب د غربي فرهنګ سمبولونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 2, 2022
in تبصرې
0
د افغان ښځو په استازیتوب د غربي فرهنګ سمبولونه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د اروپا په پارلمان کې د افغان ښځو په تړاو په غونډه کې د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب او له هغوی سره د مرستو غږ شوی دی. دا دوه ورځنۍ غونډه په بروکسل کې وه چې د افغان ښځو په استازیتوب هم له بهرنیو هېوادنو ځینو ښځو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه. په دې غونډه کې هغه څه غندل شوي چې اروپايي پارلمان او پکې ګډون کوونکې یې له افغان ښځو سره جنسیتي توپیر ګڼي.  پر اسلامي امارت نیوکې دي چې واک ته له رسېدو وروسته یې د افغان ښځو ژوند سخت شوی، د کار او تعلیم تر څنګ ترې د هغوی ډېر حقونه اخیستل شوي دي.

له شک پرته افغان ښځې له سختو ستونزو سره مخ دي.‌ څه ډول چې افغان نارینه، ماشومان او س‍پینږیري له سختو ستونزو سره مخ دي، دغسې افغان ښځې هم له ستونزو سره مخ دي. په افغانستان کې اقتصادي بحران د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو ژوند ګواښي او داسې ښکاري چې که نړۍ له اسلامي امارت سره خپل چلند بدل نه کړي او امریکا د افغانستان کنګل شوې شتمني پرې نږدي، نو ستونزه به لا پسې پراخه شي. آن تر اوسه پورې د پوهنتونونو د نه پیل عامل هم ډېری وخت چارواکو له اقتصادي ستونزو سره تړلی ګاڼه،‌ نو ځکه نه یوازې د ښځو، بلکې د نارینه وو پر مخ هم د پوهنتون دروازې تړلې وې. که له نړۍ سره رښتیا د افغان ښځو غم وي او غواړي د هغوی په ژوند کې مثبت بدلون راولي،‌ نو پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې ختم کړي، مرستې دې وکړي او امریکا دې اړ کړي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

له بله اړخه د بروکسل په غونډه کې د افغان ښځو استازې نه وه، څوک چې دوی د بروکسل غونډې ته وربللې دي د افغان ښځو د ارزښتونو، فکر او فرهنګ هېڅ ډول استازیتوب نه شي کولی. دوی آن د جمهوریت په وخت کې هم د افغان ‍ښځو استازیتوب نه شو کولای او هغه وخت هم له افغان ښځو پردۍ وې. د جمهوریت په ټوله شل کلنه واکمنۍ کې دا ډول ښځې چې اوس په بروکسل غونډه کې ګډونوالې دي، د افغان ټولنې برخه نه وې او شمېر یې هم تر سلګونو او آن لسګونو نه اوښت. په جمهوریت کې او بیا د نړۍ د میلیاردونو ډالرو په زور چې دا ښځې د افغان ښځو استازې نه شوې او نه هم افغان ښځو د دوی په شان فکر، ژوند او فرهنګ خپل کړ، نو اوس به څنګه دا شونې وي!؟ دا ښځې له افغاني او اسلامي فرهنګ او آن له ښځې‌توب د بغاوت سمبولونه دي چې افغان ښځې یې نه یوازې خپلې استازې نه ګڼي،‌ بلکې له داسې فکر او فرهنګ سره په هېڅ ډول ‍ژوند کول نه غواړي. دا هم مناسبه نه ده چې د ښځو ته د افغان ښځو صفت وکارول شي، بلکې دا د هغو غرب‍ي هېوادونو د فکر او فرهنګ استازیتوب کوي چې همدا اوس پکې اوسېږي او تابعیت یې لري.

د افغان ښځو سره د مرستې لپاره پکار ده چې نورې دا پروژه‌يي او له افغان فکر او فرهنګ څخه دا پردۍ د افغان ‍ښځو د استازیتوب پر دریځونو را ښکاره نه شي. هغوی باید دا استازیتوب واخلي چې د افغان ښځو واقعي استازیتوب کولی شي. هغه وخت به بیا د افغان ‍ښځو لپاره هغه څه غوښتل کېږي چې دوی یې غواړي او په ژوند کې یې واقعي مثبت بدلون راولي.

Previous Post

هند افغانستان سره د مرستو لپاره ۲۶ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

Next Post

المپیک کمېټه: د ملي ټیمونو پر غړو نغدي مرسته ووېشل شوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
المپیک کمېټه: د ملي ټیمونو پر غړو نغدي مرسته ووېشل شوه

المپیک کمېټه: د ملي ټیمونو پر غړو نغدي مرسته ووېشل شوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغان حکومت: هند افغانستان کې خپلې پروژې بشپړولی شي

افغان حکومت: هند افغانستان کې خپلې پروژې بشپړولی شي

مې 23, 2022
د چمن پرلت کوونکي: که مو غوښتنې ونه منل شي ټاکنو کې ګډون نه کوو

د چمن پرلت کوونکي: که مو غوښتنې ونه منل شي ټاکنو کې ګډون نه کوو

فبروري 4, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved