د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له امله یو له زیانمنو هېوادونو څخه دی او په دغه هیواد کې باید د احتمالي پېښېدونکو زیانونو لپاره تابیاوې ونیول شي. نوموړې دغه راز په پیغام کې د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان چاپېریال په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان ښکلی او ځانګړی چاپېریال له ګواښ سره مخامخ شوی دی. روزا اتنبایوا وايي، دا چې افغانستان د اقلیمي بدلون څخه زیانمن شوی دی په دې اړه یې تر نړۍوالو غږ رسولی، چې افغانستان له دغه حالته وژغورل شي.











