د کورنيو چارو سرپرست وزیر د متحده عربي اماراتو د علماوو له پلاوي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د هېواد په سياسي، اقتصادي او امنيتي وضعیت خبرې شوې دي. د اماراتي پلاوي مشر عمر حبتور الدرعي ویلي، افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې يې چې کوم مثبت پيغامونه وليدل هغه به تر نورې نړۍ ورسوي. یاد پلاوي له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د همکارۍ او د افغانانو د لاس نیوي ډا ورکړی دی. په دې لیدنه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر یاد پلاوي ته د نجونو د زدهکړو په اړه ویلي، چې سرپرست حکومت د خلکو ټولو شرعي حقونو ته ژمن دی او د نجونو پر زدهکړو لګېدلی محدودیت دایمي نه دی.












