چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د امريکا تعرفې او د ځينو هېوادونو غبرګونونه

جان روان ځاځی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 5, 2025
in نړیوال خبرونه
0
پر چيني توليداتو د تعرفو زياتول د امريکې کورنۍ ستونزې نه شي حلولی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فېبرورۍ په لومړۍ نېټې پر چيني توکو ۱۰ سلنه او د کاناډا او مکسيکو پر وارېدېدونکو توکيو ۲۵ سلنه تعرفې لوړې کړي او اروپايي ټولنې ته یې د لوړو تعرفو ګوتڅنډه کړې ده.

چين، مکسيکو، کاناډا او اروپايي ټولنې د ډونالډ ټرمپ د لوړو تعرفو په اړه بېلا بېل غبرګونونه ښودلي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو د فبرورۍ په دویمې نېټې يوه مطبوعاتي کنفرانس ته ويلي، چې د امريکې د لوړو تعرفو پر وړاندې به يې د هېواد غبرګون ټوليز یا جامع وي او د ۱۵۵ ميلياردو ډالرو په ارزښت پر امريکايي وارداتي توکو به ۲۵ سلنه تعرفې ولګوي.

نوموړي دا هم ويلي، چې د ډونالډ ټرمپ ياده کړنه به په امريکا کې پر بیو مستقيمې اغېزې وکړي او اقتصاد به یې زیان ومومي.

د مکسیکو ولسمشرې کلوډيا شینباوم بیا د ډونالډ ټرمپ د يادې پرېکړې په ځواب کې د غچ اخیستونکو ګامونو ګوتڅنډنه کړې ده.

د امريکې د ګمرکي تعرفو په غبرګون کې د کاناډا او مکسيکو د غچ اخيستونکو تدبیرونو له خپرېدو وروسته، د درې واړو هېوادونو مشرانو په جلا جلا ډول ټليفوني خبرې کړي او ډونالډ ټرمپ سمدستي پر دواړو هېوادونو ګمرکي تعرفې د ۳۰ ورځو لپاره ځنډولې دي، خو پر چيني توکو يې لګولې تعرفې پر خپل ځای پرېښودلې دي.

چين د امريکا ياده کړنه د نړيوالې سوداګرۍ له اصولو څخه سرغړونه بللې او په غبرګون کې يې پر ځينو امريکايي توکو ګمرکي تعرفې لګولې دي او هم يې د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته شکایت کړی دی.

د چين د دولتي شورا د ګمرکي تعرفو د مقراراتو کمېټې د فبرورۍ په ۴مې نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د همدې مياشتې له ۱۰مې نېټې څخه به د سکارو، مايع طبيعي ګازو، اومو نفتو او زراعتي ماشينونو په شمول د امريکا پر ځينو وارداتي توکو له ۱۰ سلنې څخه تر ۱۵ سلنې پورې اضافي تعرفې ولګوي او په ورته وخت کې د دغه هېواد سوداګرۍ وزارت د ملي حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټو د ساتلو په موخه د امریکا پي وي اېچ ” PVH” ګروپ او ایلومینا شرکت “Illumina ” د “بې اعتباره ادارو ” لېست کې شامل کړي دي.

د چين سوداګرۍ وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د امريکې يادو شرکتونو د بازار له عادي سوداګریزو اصولو سرغړونه کړې، له چيني شرکتونو سره يې عادي سوداګریزې معاملې بندې او  پر وړاندې يې تبعيضي تدبيرونه نيولي او د چيني شرکتونو مشروع حقونه او ګټې يې سختې زيانمنې کړې دي.

 د امريکې سپينې ماڼۍ ویاند د ګمرکي تعرفو موخه په دغه هېواد کې د فنټانيل پر وړاندې مبارزه ياده کړې ده.

سپينه ماڼۍ تور لګوي، چې مکسيکو او کاناډا د فنټانيل اومه مواد له چين څخه واردوي او بیا يې په درملو کې کاروي او ورپسې یې امريکې ته صادروي، چې له امله یې امريکايان وژل کېږي.

په امريکا کې له فينټانيل څخه ناوړه او زياته استفاده کېږي او په وروستيو کلونو کې یې سیاستوالوالو د دغې مسئلې پړه پر چين وراچولې او تور پرې لګوي، چې د دغه هېواد له فينټانيلونو سره په مکسيکو کې نشه يي مواد ګډېږي او بيا امريکې ته داخلېږي، نو په همدې پلمه يې د چين پر اړوندو ادارو، تصديو او ملکي وګړيو بنديزونه لګولي دي. .

چين بیا د امريکې د فدرالي حکومت ادراي توان کمزوری بولي او وايي، چې دغه هېواد خپلو خلکو ته د نشه يي توکو د زيانونو په اړه کافي مالومات نه ورکوي، په بېلا بېلو ايالتونو کې يې د درملو د ادارې معيارونه مختلف دي او په څه دپاسه نيمو ايالتونو کې يې د چرسو د قانوني کېدو تګلاره غوره شوې او همدا د فينټانيل او نورو ورته موادو د ناوړه استفادې لاملونه یادوي.

 چين وايي، د امريکې سیاسي ګوندونه په خپلمنځي ننداريو بوخت وي او په کوردننه د ستونزو او مسئلو مخه نه نيسي، خو د ټاکنیزو کمپاينونو پرمهال د خلکو د پام اړولو په موخه پر چين او نورو هېوادونو نيوکې کوي او د خپل بام واورې پر نورو وراچوي.

بېجينګ ادعا کوي، چې امريکا په مختلفو لارو د چين پر وړاندې خنډونه جوړوي او د پرمختګ مخه یې نيسي.

ډونالډ ټرمپ د تعرفو په لمن کې یوازې چين، کاناډا او مکسیکو ته ځای نه دی ورکړی، بلکې خپله نږدې متحده اروپايي ټولنه یې هم پکې رانغاړلې ده.

نوموړي په ټينګار ويلي، د اروپايي ټولنې پر محصولاتو به هم ګمرکي تعرفې لوړې کړي او په خبره يې، دغه ټولنه له امريکې ډېره ګټه کوي، خو امريکايي محصولات بیا نه اخلي.

د فرانسې ولسمشر ايمانوېل مکرون د اروپايي ټولنې په اړه د ډونالډ ټرمپ وروستيو څرګندونو ته ګوتڅنډنه کړې او ويلي يې دي، که امريکا د اروپايي ټولنې ګټې تر بريد لاندې راوالي، نو دغه ټولنه به د خپلو مشروعو ګټو لپاره غبرګون وښيي.

 د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او د امنیتي پالیسيو لوړپوړي استازي کاجا کالاس د فبرورۍ په ۳مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د سوداګرۍ جګړه ګټونکی نه لري او په وینا يې اروپايي ټولنه او امریکا یو بل ته اړتیا لري.

د هسپانیې بهرنیو چارو وزیر الوارز بوینو ويلي، د امریکا له خوا پیل شوې سوداګریزه جګړه ښايي پر اروپایي ټولنې اغېزه وکړي، خو په خبره يې، اروپایي ټولنه هم کلک هوډ او وسیلې لري او د ګمرکي تعرفو له اغېزو به ځان وژغوري.

د ډينمارک صدراعظمې میټ فریډریکسن بيا نسبتاً په تونده ژبه ويلي، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اروپايي ټولنې زیاتې تعرفې ولګوي، نو دغه ټولنه يې باید پر وړاندې (په ګډه او زغرده) ورته ګامونه پورته کړي.

Previous Post

جاپان: له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

Next Post

پیو سمېټ: پر افغانستان به د مرستو بندېدل روغتیایي برخه زیانمنه کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
پیو سمېټ: پر افغانستان به د مرستو بندېدل روغتیایي برخه زیانمنه کړي

پیو سمېټ: پر افغانستان به د مرستو بندېدل روغتیایي برخه زیانمنه کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

لي چيانګ د اندونيزيا له ولسمشر سره خبرې وکړې

لي چيانګ د اندونيزيا له ولسمشر سره خبرې وکړې

مې 26, 2025
متحده ایالاتو ترکیې ته د بندیزونو ګواښ کړی

متحده ایالاتو ترکیې ته د بندیزونو ګواښ کړی

سپتمبر 28, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved