چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د امريکا د جاسوسۍ د ګواښونو تر شا څه دي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 30, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د امريکا د جاسوسۍ د ګواښونو تر شا څه دي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ځينو لوېديځو رسنيو او د امريکا استخباراتي ادارې د جاسوسۍ د ګواښ په پلمه پر چين بيا بیا تورونه لګولي او ادعاوې يې کړي، چې چینايي هيکران د دوی پر مخابراتي شبکو سایبري بريدونه کوي.

د امريکا د والسټريټ او نيويارک ټايمز په شمول څو خبري رسنيو د يادې موضوع په اړه راپورونه ورکړي او د چين د ګواښ په تړاو يې پروپاګڼد خپاره کړي دي. که څه هم دوی تل خپل راپورونه عادلانه بللي، خو په دغو راپورونو کې يې هيڅ شواهد نه دي وړاندې کړي او پر حقیقتونو يې سترګې پټې کړې دي.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

ولې امريکا او نور لوېديځ هېوادونه پر چين د جاسوسۍ د ګواښ په پلمه تورونه لګوي؟

د لوېديځو هېوادونو د دغو کړنو تر شا د امريکا پېچلې ستراتيژي او دسېسه ښکاري او پر پوهېدو يې باید ژورې رېښې رابرسېره شي. د چين د ډيپلوماسۍ پوهنځي پروفيسور لي های دونګ سي اېم جي سره په مرکې ويلي، چې د والسټريټ ورځپاڼې په شمول څو خبري رسنيو د يادې موضوع په تړاو راپورونه ورکړي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې دغه رسنۍ له چين سره د امريکا په روانې سيالۍ کې خطرناکې وسيلې دي او موخه يې د امريکا په سياست او ټولنې کې د چين پر وړاندې د بې باورۍ فضا لاپياوړې کول او له چين سره د مقاومت لپاره د عامه افکارو جوړول او رسیدل دي. لوېديځ غواړي د همدغو رسنيو له لارې د چین پر وړاندې لا سختې تګلارې غوره او پر وړاندې يې رسنيز جنګ ته ښه زمينه برابره کړي.

دا د امريکا لومړی ځل نه دی، چې د جاسوسۍ د ګواښ په پلمه یې پر چین تورونه لګولي دي.

امريکا په ۲۰۱۸ م کال کې د چین د پرمختګ د مخنيوي تګلارې غوره کړې او عدليې وزارت یې د چين پر وړاندې عملي پلان خپور کړی و، چې له مخې يې په دغه هېواد کې چيني الاصله کارپوهان او عالمان نيول او د جاسوسۍ خيالي قضيې يې ورته جوړولې او دغو کړنو يې د دواړو هېوادونو نظرتبادلو او همکاريو ته سخت زيانونه رسولي دي.

د امريکا عدليې وزات تراوسه داسې کره شواهد پيدا نه کړل، چې وښيي چين د امريکا پر وړاندې د جاسوسۍ چارې ترسره کړې، نو په امريکايي ټولنې کې ورته د شک په سترګه وکتل شول او علمي ټولنو ورسره مخالفت وښود او وروسته دغه وزارت اړ شو، چې په ۲۰۲۲م کال کې خپل پلان بند کړي.

د امريکا سنامجلس د روان کال په سپتمبر کې د ټېکساس ایالت د جمهوريپال ګوند د غړي لانس ګودن له خوا وړاندې شوې قانوني مسوده تصويب کړه او په ورته وخت کې یې د هېواد د پوهنې د ملکيت حق او علومو ارګانونو کې د جاسوسۍ د عملياتو د مخنيوي اعلان وکړ او اوس پر همدې لارې غواړي، د چين پر وړاندې عملي پلان بیا پيل کړي.

ځيني امريکايي سياستوال له چين سره مبارزه د قمار يا جوارۍ داو بولي او غواړي د هېواد په دننه کې له چين سره د دښمنۍ فضا برابره کړي او ځيني بې ګناه کسان وځوروي او قرباني يې کړي.

خو په حقیقت کې د سياسي طنزونو تر شا څوک هاکيري او جاسوسي کوي؟

نړيوال پر دې ښه پوهېږي، چې د امريکا استخباراتي ادارې په ګردې نړۍ کې استخباراتي شبکه جوړه کړې او له اوږدې مودې راهيسې د نورو هېوادونو کارمندان له خپلو هېوادونو سره خيانت ته هڅوي او پټ معلومات راټولوي او د دې ترڅنګ نړۍ پر دې هم ښه پوهېږي، چې واشنګټن د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي او رژيمونه او حکومتونه یې راپرځوي.

د سي ايي اې يا استخباراتي ادارې پخواني کارکوونکي سنوډن په ۲۰۱۳م کال کې د امريکا پټې کړنې افشا کړې او په ډاګه يې رسنيو ته وویل، چې واشنګټن د نړيوالې شبکې د څار هڅې پېل کړې دي او په دې برخه کې یې لوی هدف چين دی.

امريکايي هاکيرانو په دې وروستيو کالونو کې څو څو ځلې د چین د شمال لوېديځ د صنايعو پوهنتون او د وو هان د زلزلې د څار مرکز په شمول پر څو ارګانونو انټرنېټي بريدونه کړي دي او وروسته مالومه شوې، چې تر شا یې د سي ايي اې لاس دی.

د امريکا استخباراتي ادارې په ۲۰۲۱ م کال کې د چين پر وړاندې د جاسوسۍ د نفوذ لپاره د دندو مرکز جوړ کړی او مشر يې بيا بیا ويلي، چې د چین پر وړاندې به د جاسوسۍ چارې لاپياوړې کړي او د پرمختګ مخه به يې ونيسي. دغه شواهد د دې ښکارندويي کوي، چې امريکا د جاسوسۍ د ګواښ په پلمه پر چين د تور لګولو موخه يوازې د خپلو پټو کړنو پټول دي، خو برعکس امريکا به پر دغسې کړنو په نړۍ کې خپل اعتبار زيانمن کړي.

چين به د بهرنيو هېوادونو د غلا او جاسوسۍ پر وړاندې ټينګه مبارزه وکړي او د ملي حاکميت، خوندیتوب او پرمختیایي ګټو د ساتلو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

Previous Post

هېواد کې د وسلو ګرځولو مخکني جوازونه لغوه اعلان شول

Next Post

شانګهای د چين ۷م نړيوال وارداتي نندارتون په درشل کې د لړيزو غونډو پلان ترتيب کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
شانګهای د چين ۷م نړيوال وارداتي نندارتون په درشل کې د لړيزو غونډو پلان ترتيب کړی

شانګهای د چين ۷م نړيوال وارداتي نندارتون په درشل کې د لړيزو غونډو پلان ترتيب کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په جنوبي سمندرګي کې د فیلیپین ناوړه ستراتیژي

په جنوبي سمندرګي کې د فیلیپین ناوړه ستراتیژي

جون 8, 2025
روزا اوتونبایوا، امنیت شورا ته د افغانستان په اړه راپور وړاندې کوي

روزا اوتونبایوا، امنیت شورا ته د افغانستان په اړه راپور وړاندې کوي

جون 21, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved