چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د امريکا سرمشريزې پاشلې اړيکې انعکاس کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 13, 2022
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا د لويې وچې نهمه سرمشريزه د جون له ۸مې تر ۱۰مې نېټې پورې د امريکا متحده ایالاتو په لوس اجلس کې ترسره شوه.

 واشينګټن د دې غونډې د کوربه په توګه غوښتل، چې د خپلو ګټو لپاره ترې کار واخلي او د امريکې په لويې وچې کې خپل لارښوونکی مقام وښيي او له امريکايي هېوادونو سره د کډوالو مسئلو په اړه بحثونه وکړي، خو هر څه  برعکس راڅرګند شول.
د امريکا لويې وچې ډېرو هېوادونو ياده سرمشريزه غندلې او له پاشلو او تقسيم شويو اړيکو يې پرده پورته کړې ده.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

 د امريکا کريسين ساينس مونيټور ورځپاڼې يوه تبصره کړې او پکې يې ويلي، چې د جوبايډن مشري د خپل کور په انګړ کې له ننګونو سره مخ ده.

واشينګټن د روانې مياشتې په ۵مه نېټه  اعلان وکړ، چې په روانه سرمشريزه کې د کيوبا، نيکاراګوا او وينزويلا مشرانو ته بلنه نه ورکوي او لامل يې دا ښودلی، چې ياد هېوادونه ډيموکراتيک نه دي.

د لاتينې امريکا ځينو هېوادونو د واشنګټن يادې پرېکړې ته توندغبرګون وښوده او د مکسيکو ولسمشر په دغې غونډې کې د نه ګډون اعلان وکړ او د ګواتمالا، هندوراس او السلوادور په شمول ځينو هېوادونو يوازې ټيټ رتبه پلاوي وروليږل.

د امریکا د لويې وچې هېوادونو له ۳۵ مشرانو څخه يوازې ۲۱ تنو په يادې سرمشريزه کې ګډون کړی و.

سي اېن اېن خبر ورکړی، چې د امريکا د لویې وچې په سرمشريزې کې د امريکايي هېوادونو د ځينو مشرانو نه ګډون د جوبايډن د ګوښه توب مانا ورکوي او روانې سرمشريزې بايډن ته سخت ګواښونه پېښ کړي وي.

يو امريکايي ژورنال د جون په اوومه نېټه د امريکا متحده ایالتونو له خارجه وزير انټونيو بلينکن څخه پوښتلي، چې تاسې وينزويلا، کيوبا اونيکاراګوا غېر ډيموکراتيک هېوادونه بللي او مشرانو ته مو يې د امريکې په  سرمشريزې کې د ګډون بلنه نه وه ورکړې، نو د هایتي صدراعظم ته مو ولې بلنه ورکړې وه، ځکه هغه هم د ټاکنو له لارې نه دی انتخاب شوی او نه يې هم ډيموکراتيک پړاو طی کړی دی.

د لاتيني امريکايي يو شمېر هغو هېوادونو، چې واشنګټن ورته په یادې سرمشريزې کې د ګډون بلنه نه وه ورکړې، د امريکا دغه کړنه باداري بللې ده.

د کیوبا ولسمشر کانير وايي، واشينګټن د دې سرمشريزې د یادولو پر مهال د ډيموکراسۍ پر ساتلو ډېرې خبرې کړي، هغوی په فريب او دوکې ډيموکراسي د کاپېټاليزم له پرمختګ سره مطابقت کړې او دواړه مفکورې يې يوځای کړي دي، خو په حقيقت کې دواړه مفکورې يو د بل برعکس دي.

د  ارجنټاين ولسمشر فيرنانديس ويلي، چې هغه مجبور دی، چې په يادې سرمشريزې  کې ګډون وکړي او لامل يې دا ښودلی، چې هېواد يې د لاتيني امريکا او کاربين هېوادونو ټولنې سږنی نوبتي رئيسه هېواد دی او غواړي، چې د کيوبا، نيکاراګوا او وينزويلا اوازونه يادې سرمشريزې ته ورسوي.

جوبايډن په روانه سرمشريزه کې د امريکا د لويې وچې د اقتصادي سمسورتيا د همکاريزو اړيکو د جوړېدو اعلان کړی دی.

د مکسیکو پاينير ورځپاڼې په يوې تبصرې کې ويلي، چې جوبايډن د چين د اقتصادي قوت د مخنيوي لپاره د يوې سيمه ييزې جبهې د جوړولو په لټه کې دی.

جوبايډن له لاتيني امريکايي هېوادونو سره ۳۰۰ ميليونه ډالره اقتصادي مرسته هم اعلان کړې، خو دغه پيسې د دېرشو هېوادونو لپاره ډېرې کمې دي.

 د دومينيکن کارپوه ايدواردو کلينګر وايي، دغه پيسې د يوې غربت ځپلې او بېوزلې سيمې لپاره هم کمې دي، واشينګټن په جګړه کې ۵۰ ميليارډه ډالره لګوي، خو د منځنۍ او جنوبي امريکا د لويې وچې د ستونزو د هوارۍ لپاره يوازې ميليونونه ډالره هم نه ورکوي.

د کډوالو موضوع د دې سرمشريزې د بحثونو يو بل مهم مطلب و

 رسمي شمېرنې ښيي، چې د منځنۍ او جنوبي امريکا د لويې وچې ۸۰٪ غېر قانوني کډوال د امريکا او مکسيکو له پولې څخه امريکا متحده ايالاتو ته ننوځي، خو د مکسيکو ولسمشر په دغې سرمشريزې کې ګډون نه و کړی، نو څنګه امکان لري، چې د غونډې  ګډونوال د کډوالو پر موضوعاتو بحثونه وکړي او ښه نتيجه ورکړي؟

جوبايډن د جون په لسمه نېټه د ۲۰ هېوادونو له مشرانو سره د لاس انجلس د کډوالو اعلاميه لاسليک کړه.

د مکسیکو پخواني خارجه وزير کاستنيدا پدې اړه ويلي، چې د امريکايي هېوادونو ژمنې ښايي يوازې د جوبايډن سياسي امتياز يا برتري وګرځي، په حقيقت کې دغه اعلاميه هيڅ اغېز نه لري او نه داسې څه مهم پکې ليکل شوي دي.

د امريکا د فکري مرکز امريکايي ډيالوګ پخوانی رئيس هيفټر د دغې سرمشريزې د ستونزو لامل د واشينګټن خراب سياسي وضعيت بللی دی او ويلي  يې دي، چې لاتيني امريکا د چا د کور د انګړ برخه نه ده او د امريکا د لويې وچې سرمشريزه هم د واشينګټن سرمشريزه نه ده.

نوموړي ويلي، چې واشينګټن له امريکايي هېوادونو سره له اوږدې مودې راهيسې مغروره او رياکارانه چلند کوي او دغه چلند يې د دې سبب ګرځېدلی، چې لاتيني امريکايي هېوادونو د روانې سرمشريزې مخنيوی کړی او اړيکې يې تقسيم شوې دي.

لاتيني امريکايي هېوادونه سياسي ډارمې ته نه، بلکې د مساواتو او درناوي پر بنسټ رښتيني مرستې ته اړتيا لري.

Previous Post

شي جين پينګ د (( تاکونګ باو )) ورځپاڼې د ۱۲۰مې کليزې په مناسبت د يادې ورځپاڼې ادارې ته د مبارکۍ پيغام لېږلی

Next Post

وې فنګ هه امريکا ته ۴ غوښتنې وړاندې کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
وې فنګ هه امريکا ته ۴ غوښتنې وړاندې کړې

وې فنګ هه امريکا ته ۴ غوښتنې وړاندې کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

مارچ 8, 2026
زیلینسکي: روسیې د اوربند پر ځای د ډرون بریدونو ته دوام ورکړی دی

زیلینسکي: روسیې د اوربند پر ځای د ډرون بریدونو ته دوام ورکړی دی

فبروري 12, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved