چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د امريکا لخوا کنګل شوې شتمنۍ د افغانستان اقتصادي ستونزې زياتې کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 13, 2022
in نړیوال خبرونه
0
د امريکا لخوا کنګل شوې شتمنۍ د افغانستان اقتصادي ستونزې زياتې کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

د تېر کال په اګست مياشت کې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل. ورپسې امريکا د دغه هېواد د مرکزي بانک په ميليارډو ډالرو شتمنۍ کنګل کړې، چې له دې امله په افغانستان کې بهرني اسعار ډېر کم  شول، د توکيو بيې لوړې شوې او د خلکو د بېوزلۍ حالت سخت  شو.

د روان کال د اګست په لسمه نېټه ۷۱ تنو نړيوالو اقتصادي پوهانو او نورو شخصيتونو د امريکا حکومت ته يو پيغام  ولېږه او ورڅخه و یې غوښتل، چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې ۷ ميليارډه ډالره شتمني بېرته ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو د حاکميت د يو کال پوره کېدو په درشل کې د امريکا په شمول د ځينو هېوادونو لخوا د افغانستان د شتمنۍ د کنګل کېدو مسئله يو ځل بيا د افغانستان او ټولې نړۍ د خبري رسنيو  د سر ټکی وګرځېده. په ياد پيغام کې ليکل شوي، چې امريکا نه شي کولی د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنۍ د کنګلولو قانونيت او معقوليت  ثابت کړي.

دغو کارپوهانو د افغانستان د اقتصادي ستونزو او د طبيعي مصيبتونو د پر له پسې سختوالي او د بشري ناورينونو په هکله اندېښنې څرګندې کړي او په خپل پيغام کې يې ليکلي، چې د امريکا تګلارې د افغانستان ستونزې زياتوي او پر اور تيل اچوي.

د تېر کال په اګست کې امريکا په  بېړې سره له افغانستان څخه خپل پوځونه  و ایستل، د امريکا تر ملاتړ لاندې پخوانی نظام سقوط شو او طالبانو په لنډ وخت کې د ټول افغانستان حاکميت تر لاسه کړ. امريکا سمدستي د افغانستان د مرکزي بانک څه باندې ۷ ميليارډو ډالرو شتمني کنګل  کړه او نور څه دپاسه ۲ ميليارډو ډالرو شتمني د بريتانيا، جرمني او عربي متحده اماراتو په لاس کې  ده.

دغو کارپوهانو دې ته اشاره وکړه، چې له افغانستان څخه د امريکايي پوځ له وتلو وروسته د دغه هېواد په دننه کې اقتصادي  فعالیتونه ژر کم شوي او د نړيوالو مرستو اندازه تر زياتې اندازې پورې ټيټه شوې ده. په همدې حال کې په افغانستان کې اقتصاد ګډوډ شوی، د افغانستان څه باندې نيمه برخه خلک او شاوخوا دری میلیونه ماشومان د خوراکي توکو له بحران سره مخ دي.

د افغانستان ډېرو خبري رسنيو د دغو اقتصادي پوهانو پيغام خپور کړ. د دغو خبري رسنيو په خبرونو کې د افغانستان د مرکزي بانک د چارواکي په قول راغلي، چې که دغه شتمني ازاده شي او بېرته افغانستان ته ورکړل شي، نو دغه بانک به د یادې شتمنۍ له لارې د اقتصاد د بيا احيا کولو او د پولي بازار د ثابت ساتلو توان ولري.

د چين میډيا ګروپ سي اېم جي خبريالانو په دې وروستیو کې په کابل کې دا  ليدلي، چې له يوې خوا د افغانستان پيسې ( افغانۍ) په پرله پسې توګه خپل ارزښت ټيټ کړی، له بلې خوا د افغانستان د توکو او غلو دانو بيې د لوړېدو په حال کې دي.

زيات شمېر ملکي وګړيو سي اېم جي ته ويلي، چې دوی ډېرې اقتصادي ستونزې لري. برسېره پر دې، امريکا او د طالبانو حکومت د جولای په پای کې د هغه وړانديز په هکله چې تر نړيوال نظارت لاندې د باوري صندوق د جوړولو له لارې د افغانستان مرکزي بانک شتمني وکارول شي، د نظريو تبادله وکړه، خو دواړو خواوو د دغې شتمنۍ د نظارت کولو د مسئلې په هکله زيات توپيرونه  درلودل.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د دغه پيغام په هکله وويل، چې امريکا په نژدې شلو کلونو کې په باداري توګه د افغانستان نظام بدل کړ، خو د دغه هېواد د خلکو له بېوزلۍ او ناورين څخه په راويستلو کې پاتی راغله، حتی د افغانستان د خلکو د ژوند او پرمختګ بحران یې زيات  کړ.

سره له دې چې امريکايي پوځ له افغانستان څخه وتلی دی، خو د امريکا لخوا تر سره شوي جنايتونه دوام لري او لا هم د دغه هېواد د خلکو احساسات ځپي. د افغانانو کړاوونه به تر هغه وخته پای ته ونه رسېږي، څو د امريکا لخوا افغانستان ته د اوښتو زيانونو مخه ونه نیول شي.

Previous Post

چين د ليتوانيا د ترافيک او مخابراتو وزارت پر معين بنديزونه اعلان کړل

Next Post

واشنګټن پوسټ: امریکا افغانستان کې د خپل حضور حساب نه شي ورکولی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
واشنګټن پوسټ: امریکا افغانستان کې د خپل حضور حساب نه شي ورکولی

واشنګټن پوسټ: امریکا افغانستان کې د خپل حضور حساب نه شي ورکولی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شمالي وزیرستان کې د پوځ پر موټر چاودنه کې ۱۱ تنه وژل شوي

شمالي وزیرستان کې د پوځ پر موټر چاودنه کې ۱۱ تنه وژل شوي

اگست 20, 2023
متقي: امریکا په ښکاره د افغانانو بشري حقونه نقضوي

متقي: امریکا په ښکاره د افغانانو بشري حقونه نقضوي

دسمبر 19, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved