چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د امريکې او چين د سوداګرۍ دولتي کمېټې سږنۍ مېلمستيا ته د شي جين پينګ د مبارکي پيغام د دواړو هېوادونو د اړيکو هڅونه کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په ۱۱مه نېټه د امريکې او چين د سوداګرۍ دولتي کمېټې سږنۍ مېلمستيا ته د مبارکۍ پيغام ولۍږه. د امريکې د بېلابېلو ټولنو شنونکو په اند د شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام کې د دواړو هېوادونو ترمنځ  د اوږد مهاله ګډ سوله یيز ژوند او د ډيالوګ او همکارۍ د پياوړتيا لپاره صادقانه هيلې څرګندې شوې. د امريکې او چين د اړيکو ثابتوالی او پرمختګ د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره تړاو لري، د انسانانو پر راتلونکی او برخليک اغېز لري. يوازې دواړه خواوې په همدې لوري پرمختګ کولای شي چې يو له بل سره مرسته کولی شي او د همکاريو ګټې لرلی شي.

د چين او امريکې همکارۍ د نړۍ پر سوله یيز پرمختګ ژوره اغېزه لري

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

شي جين پينګ د مبارکۍ په پيغام کې په اشارې سره ويلي، چې د چين او امريکې اړيکې په نړۍ کې له تر ټولو مهمو اړيکو څخه دي. که دواړه هېوادونه اغېزناکې همکارۍ وکړي، نو دواړو ته به ګټې ورسوي. که يو له بل سره مقابله وکړي، دواړو ته به زيان ورسوي. نو دواړه خواوې بايد ډيالوګ غوره کړي، خو مقابله نه، د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ وکړي، خو د صفر جمع لوبه نه.

د هارورډ پوهنتون(Harvard University) د فې جنګ چينګ په نامه د چين د څېړنې مرکز کارپوه ميټچيل پريسنيک د شي جين پينګ له څرګندونې سره موافقه  وکړه. هغه پخوا په چين کې د زده کړې او تجربې مخینه لري، ويې ويل، چې اوسمهال د امريکې او چين اړيکې له ننګونو سره مخ دي، خو لا هم په نړۍ کې تر ټولو کليدي دوه اړخيزې اړيکې ګڼل کېږي. دواړه هېوادونه دا پېژندلې، چې د همکاريو ساتل واقعي او ضروري دی.

نوموړي وويل، د شي جين پينګ د مبارکۍ په پيغام کې د «چين» او «اړيکو» پر اهميت ټينګار شوی او دا يې ويلي، چې د دواړو هېوادونو همکارۍ نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون لري، بلکې د نړۍ پر سولې او پرمختګ ژوره اغېزه لري. زه له دې نظريې سره موافق يم او ترې ملاتړ کوم.

 د امريکې د وريګون ايالت د چيني چارو شورا رئيس لان جين وويل، چې د شي جين پينګ هغه نظريې ډېرې مهمې دي. موږ باور لرو، چې امريکا او چين د ډيالوګ او همکارۍ له لارې په ګډه له نړيوالو ننګونو سره مقابله کولی شي، څو ګډې ګټې تر لاسه کړي.

د امريکې د يووا ايالت د مشرانو جرګې غړي، د ډيموکرات ګوند غړي ګريګ کوساک وويل، د امريکې اوسنی او راتلونکی حکومتونه بايد مناسب تدبیرونه ونیسي او له چين سره خبرې اترې پياوړې کړي، که نه، هره همکارۍ به ستونزمنه وي.

د چين او امريکې تر منځ فعال اقتصادي او تجارتي تګ راتګ به د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ په پيغام کې پر دې ټينګار کړی، چې د چين او امريکې تر منځ اقتصادي او تجارتي اړيکې د دواړو هېوادونو په اړيکو کې مهمه برخه ده. د دواړو هېوادونو ګټې يو ځايښت دی او د همکاريو راتلونکی پراخ دی. دواړه خواوې بايد د مساواتو پر بنسټ د ولاړو مشورو له لارې توپیرونه کنټرول کړي، يو د بل د اړتياوو په پوره کولو سره همکارۍ وکړي، څو ګډې ګټې تر لاسه کړي.

د امريکې د کارټر فکري مرکز د چيني پروژو منشي ليو يا وې وويل، چې د شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام د امريکې حکومت او تصديو ته څرګند معلومات خپاره کړي، چې چين د دواړو هېوادونو تر منځ د صفر جمع کولو حالت نه غواړي او هيله لري، چې دواړه هېوادونه د توپيرونو په پرېښودلو سره د ګډ پرمختګ لار ولټوي. هغه زياته کړه، چې چين د امريکې پر وړاندې هميشنۍ تګلاره غوره کوي، چې ورسره ښه اقتصادي او تجارتي همکارۍ وکړي. دا نه يوازې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو ثبات او د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره ګټور دی، بلکې د نړۍ د سولې او سمسورتيا لپاره مهم رول لري.

د امریکې ولسمشر جوبایډن هم په همدې ورځ د یادې کمېټې سږنۍ مېلمستیا ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

د امريکې او چين د سوداګرۍ دولتي کمېټې پخواني غړي روبيرټ کاپ وويل، د امريکې او چين مشرانو په جلا جلا توګه د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ دولتي کمېټې سږنۍ مېلمستيا ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي، ترې ښکاري چې دواړه هېوادونه د خپلمنځي اقتصادي او تجارتي اړيکو د دوام پرمختګ اهميت پېژندلی دی. هغه هيله وښودله، چې دواړه خواوې د دواړو مشرانو د پيغامونو عملي کولو لپاره واقعي کارونه تر سره کړي، اوسنۍ ستونزې او ننګونې حل کړي، ګام په ګام د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي او تجارتي اړيکې ثابت پرمختګ وکړي.

د چين پرمختګ بېلابېلو هېوادونو ته فرصتونه رسوي

شي جين پينګ د مبارکۍ په پيغام کې ليکلي، چې چين تل د ورخلاصون پر بنسټيزې تګلارې ټينګار کوي، چې د امريکايي تصديو په شمول د بېلا بېلو هېوادونو تصديو ته به د بازاري، قانوني او نړيوال کېدو سوداګريز چاپېريال برابر کړي، په پر له پسې ډول د سوداګرۍ او پانګونو د ازادې او اسانتياوې کېدو هڅونه وکړي، څو د چيني شکله عصري کېدو له لارې نړۍ ته نوي فرصتونه برابر کړي.

Previous Post

کابل کې د ودانیو جوړولو برخه کې د نړیوالو معیارونو رعایت ته اړتیا

Next Post

غزني کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
غزني کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پخوانی امریکایي ډیپلوماټ: سي‌ای‌اې د طا لبانو منځ کې پر نفاق اچولو بریالۍ نه شوه

پخوانی امریکایي ډیپلوماټ: سي‌ای‌اې د طا لبانو منځ کې پر نفاق اچولو بریالۍ نه شوه

اکتوبر 2, 2021
امنیت شورا د سوريې پر ولسمشر بندیزونه لرې کړل

امنیت شورا د سوريې پر ولسمشر بندیزونه لرې کړل

نوومبر 7, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ