د غزني ولایت په مرکز کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو تن مړ او د دوو ښځو په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي. د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي ویلي، چې لومړۍ پېښه نن سهار د غزني د ښار اړوند خرخشې سیمه کې د یوه سراچه ډوله موټر د اوښتو له امله رامنځته شوه، چې له امله یې یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي دي. ورته مهال د امنیې قومندانۍ ویاند د مرکز اړوند اسفندې سیمه کې د ویډز موټر د اوښتو له امله د دوو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی. د دواړو پېښو لامل د موټر چلونکو بېاحتیاطي ښودل شوې ده.












