د امریکا ددفاع نوی وزیر له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه بیا کتنه کوي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د پنټاګون نوی مشر لوید آسټین په پام کې لري چې په عراق او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر او وضعیت په اړه ارزونه وکړي. د امریکا په دفاع وزارت کې سرچینو ویلي آسټین غواړي د ټرمپ دا پرېکړه هم و ارزوي چې د خپل واک په وروستیو ورځو کې یې له افغانستان او عراق د سرتېرو د ایستلو امر ورکړ. د امریکا ددفاع وزارت ویاند هم رسنیو ته ویلي چې په رسمي توګه په دې اړه اقدام نه دی شوی، خو د پنټاګون نوې اداره به ارو مرو د سرتېرو د وضعیت په اړه خپله ارزونه ولري. دده په خبره د بایډن نوې اداره به هر څه په دقیقه توګه ارزوي، په اړه به یې پرېکړه کوي او د امریکا د امنیت لپاره به هر اړخیزې هڅې کوي.












