امریکا وایي د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د ترهګرو ډلو ګواښونه موجود دي، نو ځکه یوازې په افغانستان کې د سرتېرو حضور ارزښت نه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په خپله مرکه کې ویلي چې په ګڼو اسیايي او افریقايي هېوادونو کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو شته دي نو ځکه دوی پرېکړه کړې چې له افغانستان خپل سرتېري وباسي او پر نورو مسایلو تمرکز وکړي. تر دې وړاندې هم امریکايي رسنیو ویلي وو چې ترهګرې ډلې امریکا ته په نږدې هېوادونو کې فعالیت کوي چې له همدې امله امریکا غواړي په وچه کې له را ګیر افغانستان ووځي او پر نورو مهمو مسایلو تمرکز وکړي.










