امریکا وايي د سرتېرو تر وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکي وضعیت په اړه هېڅ راز ضمانت نه شي ورکولی. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان په خپله یوه مرکه کې ویلي د سرتېرو تر ایستلو وروسته په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت او راتلونکي وضعیت په اړه هېڅ تضمین نه دی موجود او دا ضمانت هېڅوک نه شي کولی چې هلته به څه کېږي. سلیوان زیاته کړې امریکا له افغانستان سره پوره همکاري کړې ده او لا به هم د افغان پوځ او افغانانو ملاتړ ته ادامه ورکوي نور د دوی مسوولیت دی چې خپل هېواد وساتي. سلیوان ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونه به په ټاکلې موده له افغانستان وځي او خپلو کورونو ته به ستنېږي.












