د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې د بهیر له بشپړېدو سره سم، اوس امریکا په دې تمه ده چې، د افغانانو تر منځ د سولې خبرې ژر تر ژره پیل شي، څو په افغانستان کې اوربند ته لاره پرانېستل شي. په کابل کې د امريکا سفارت مرستياله کرن ډيکر وايي، واشنګټن تمه لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې دوحه کې د افغانانو ترمنځ اوربند د خبرو له اصلي موضوعاتو وي. نوموړې ویلي، د سولې پروسه په ډېرې تېزۍ سره روانه ده او ډېر ژر به مخامخ خبرې هم پيل شي. د هغې په وينا، افغان حکومت د سولې مذاکراتو لپاره له تېرو پنځو مياشتو راهيسې ډېر کارونه کړي او خبرو ته يې بشپړ چمتووالى نيولى دى. ډیګر ویلي، طالبان بايد پوه شي چې تر سولې تړون وروسته به هم افغانستان نړيوالو مرستو ته اړتيا لري. په داسې حال کې چې د هېواد په ځینو برخو کې د حکومت له لوري د ملېشه جوړونې په اړه راپورونه خپاره شوي؛ خو دغه امریکایي دیپلوماته وايي، واشنګټن له افغان ځواکونو چې د دغه هېواد له خلکو ساتنه کوي؛ خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.












