چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د امریکا له خوا د ترهګرو ډلو په لیست کې د حوثیانو بیا شاملول به څه اغیزه ولري؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 26, 2025
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا سپينې ماڼۍ د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د ترهګرو ډلو په ليست کې د يمن حوثي وسله والې ډلې د بيا شاملولو اعلان کړې دی. نو د امريکا دغه کړنه به پر حوثي وسله والې ډلې او د يمن او د منځني ختيځ پر وضعيت څه اغيزه وکړي؟

د سپينې ماڼۍ د يوې اعلاميې له مخې، د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرايي فرمان په لاسليکولو سره د يمن ياده ډله بيا د بهرنيو ترهګرو ډلو په تور ليست کې شامل کړې ده. په دغه اعلاميه کې راغلي، څلور کاله دمخه پخواني ولسمشر جوبايډن له ياد ليست څخه د حوثي وسله والې ډلې د ايستلو فرمان لاسليک کړی و، خو د ټرمپ په فرمان سره د پخواني فرمان اعتبار ختمېږي.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

ټرمپ په دې اند دی چې د بايډن حکومت د کمزورې تګلارې له امله يادې ډلې لسګونه ځله پر امریکايي پوځي بېړيو ، څو ځلې يې د هغوی د همکارو هېوادونو پر ملکي بنسټيزو تأسيساتو او سل ځله يې پر نړيوالو سوداګريزو بېړيو بريدونه کړي دي.

حوثيانو د يادې اعلامې تر خپرېدو وروسته د جنورۍ په ۲۳مه نېټه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق او د خوړو د نړيوال پروګرام په شمول د ملګرو ملتونو لږ تر لږه اووه تنه کارکوونکي او د امريکا استخباراتو مرکزي بيورو او د اسرائيل د جاسوسي شبکې سره د تړاو په تور د هغوی څو کليدي غړي نيولي دي.

د يمن د ستراتيژيکو چارو څېړونکي مصطفی نجيب وايي چې د ټرمپ حکومت د يادې کړنې موخه دا ده چې د حوثي وسله والې ډلې نړيوال شهرت کم کړي او له ډيپلوماتیکو چارو څخه ګوښه شي. له وروستيو څو مياشتو راهيسې يادې ډلې په غزې کې د عدالت په نوم امريکا او د دغه هېواد ملګري هېوادونه خپلې پوځي موخې وګرځولې او پروړاندې يې مقاومت کړی چې دې کار د عربي هېوادونو د خلکو په تېره بيا د شيعه ګانو ملاتړ تر لاسه کړی دی. د اټکل له مخې دغه ملاتړ به په اسانۍ کم نه شي.

نوموړي زیاته کړې چې حوثې ډله ښايي د امریکا د یادې کړنې له امله په راتلونکې کې  د خپلو ملاتړ کوونکو د ملت پالنې احساست راپاروي او په دې توګه به حوثي ډله ځان د پردیو مداخلو پروړاندې یوه مقاومتي ډله معرفي کړي او خپله اغیزه به په خلکو کې پراخه کړي.

د يمن د صنعا پوهنتون د سياست څانګې پروفيسور بلقيس داسې ويلي چې امریکا ښايي په راتلونکې کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم پر دغې ډلې اقتصادي بنديزونه ولګوي. خو د يمن په شمال کې زياتره سرچينې د دوی تر کنترول لاندې دي او د دوی په زياترو سيمو کې نفوس ډېر دی او حتی هغوی د نفتو او وسلو قاچاق کولی شي، نو ډغه ډله به په راتلونکې کې د پيسو له کمښت سره مخامخ نه شي.

نو ايا په يمن کې به بشري ناورين سخت شي؟

بلقيس په دې اړه داسې ويلي چې د ترهګرو ډلو په ليست کې د حوثي ډلې د شاملېدو له کبله ښايي په دې هېواد کې د بشري ناورين خطر نور هم سخت شي. دا چې ډېر نړیوال سازمانونه پر حوثیانو د امريکا پر بنديزونو اندېښنه لري، نو هغوی ښايي له دې هېواد سره مرستې کمې او يا بندې کړي. اوس يمن د سخت بشري ناورين له خطر سره مخ دی. نوي بنديزونه ښايي د لازياتو کورنیو د لوږې او بې وزلۍ سبب شي او د ماشومانو او کمزورو کسانو وضعيت به لا خراب شي.

د شنونکو په اند د فشارونو پر وړاندې حوثي وسله وال ښايي لا افراطي پوځي عمليات تر سره کړي، د بېلګې په توګه د يمن پر حکومت او سعودي عربستان به بريدونه زيات کړي چې په دې سره به د ملکيانو ژوند له لازياتو خطرونو سره مخ شي. په اوږده موده کې به د ټرمپ ياده کړنه ښايي لازياتو ملکيانو ته تلفات راوړي.

د امريکا ياده کړنه به پر سيمه ييز وضعيت څه اغيزه وکړي؟

نجيب په دې اند دی چې د امريکا دغه کړنه له سعودي عربستان څخه ملاتړ بلل کيږي. امريکا ښايي وغواړي چې په دې اقدام سره په منځني ختيځ کې خپل جيوپوليتيک مقام لا ټينګ کړي. هغه زیاته کړه چې دغه کړنه ښايي د سعودي عربستان او ايران ترمنځ د جوړجاړي پر جريان مستقيمه اغيزه وکړي، سعودي عربستان ښايي لا کلکه رويه غوره کړي او پر حوثي وسله والو به پوځي بريدونه زيات کړي.

Previous Post

شي جين پينګ د پسرلني اختر په درشل کې د پوځيانو د حال پوښتنه وکړه

Next Post

په امريکا، جرمني، اندونيزيا، ميانمار او اتوپيا کې د پسرلني اختر په وياړ د چين ميډيا ګروپ د هنري نندارې اطلاعاتي فلم نندارې ته وړاندې شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post

په امريکا، جرمني، اندونيزيا، ميانمار او اتوپيا کې د پسرلني اختر په وياړ د چين ميډيا ګروپ د هنري نندارې اطلاعاتي فلم نندارې ته وړاندې شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بېجينګ: هیله ده له امريکا سره د متقابل درناوي، مساواتو او ګډو ګټو پر بنسټ د نشه يي توکو د ممنوعيت ګډې همکارۍ وکړو

دسمبر 24, 2023

بېجينګ: جاپان دې د تايوان په اړه خپلې ناسمې څرګندونې اصلاح کړي

نوومبر 2, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved