د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د روسیې د انرژۍ اوونۍ په نړیوال فورم کې ګډون کړی دی. یاد نړیوال فورم چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د لوړپوړو دولتي چارواکو، پانګوالو او د انرژي د سکتور د متخصصینو په حضور کې ترسره شو، د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ، پانګونې، نوښتونو او د نوې ټکنالوژي د تبادلې لپاره یو مهم نړیوال فرصت بلل کېږي. د اوبو او انرژۍ وزیر په دې فورم کې د وزارت د کړنو، لاسته راوړنو، راتلونکو همکاریو او د افغانستان د انرژۍ پراخو ظرفیتونو او فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.












