د اوسپنې پټلۍ ادارې خپلې یو کلنې لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه له رسنیو سره شریک کړل. د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الله شرافت وايي چې په تېر یو کال کې د اوسپنې پټلۍ ادارې تر درې نیم میلیونه میټریک ټنه ډېر انتقالات کړي او پر دغو پټلیو یې له لېږد رالېږد څخه څه باندې ۲.۵میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي. د هغه په وینا، که په هېواد کې د رېلپټلۍ، چې له ترمذ څخه تر پېښوره غځول کېږي پلې شي، د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ډېره مهمه ده. د نوموړي په خبره، د دې پروژې ټولیز لګښت څلورنیم میلیارده ډالر دی چې پر افغانستان او ازبکستان سربېره جنوبي او منځنۍ اسیا له ختیځې اروپا سره نښلوي. د نوموړي په وینا، په حیرتان بندر کې د تخلیې او بارګیرۍ په برخه کې ۳۰۰ کسانو ته کاري زمینه هم برابره شوې ده.












