ایران وایي د طالبانو په دریځ او تګلاره کې بدلون نه دی راغلی. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره کتلي دي. طاهریان په دې لیدنه کې ایران ته د طالبانو د وروستي سفر په اړه وضاحت او معلومات ورکړي دي. نوموړي ویلي ایران د سولې په اړه له طالبانو سره اوږدې خبرې لرلې خو داسې ښکاري چې دغه ډله پر خپل پخواني دریځ او تګلاره ولاړه ده او په دې برخه کې بدلون نه دی راغلی. حنیف اتمر هم ویلي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او تاوتریخوالی یې نه دی کم کړی. اتمر د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري هم اړینه بللې ده او ټینګار یې کړی چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېږي او طالبان دې پر خپلو ژمنو ودرېږي.











