د امریکا د ولسمشر جو بایډن وکیل باب باوېر وايي د امریکا د عدلیې وزارت پلټونکو دېلاور کې د ولسمشر جو بایډن کور کې د ۱۳ ساعته پلټنو پر مهال ۶ نور محرم اسناد موندلي دي. دغو موندل شویو اسناد کې ځینې د بایډن د سناتورۍ او نور بارک اوباما سره د مرستیالې ولسمشرۍ د مهال دي. د باوېر په وینا دغو اسنادو کې ځینې شخصي په لاس لیکل شوي یاداښتونه او نور توکي شامل دي. باوېر یوه اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر جو بایډن عدلیې وزارت ته د مرستیالې ولسمشرۍ د مهال په احتمالي محرمو موادو پسې د ده د ټول کور د پلټلو بشپړه زمینه برابره کړې وه. دا لا روښانه نه ده چې بایډن دا اسناد د څه لپاره ځان سره ساتلي وو.












