په افغانستان کې د امریکا سرپرست سفیر ویلي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړې کچې اندېښمن کړي دي. راس ویلسن له فرانس پرس خبري اژانس سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې وروسته نامعلوم وسله وال بریدونه او نښتې ډېرې شوې دي خو په وینا یې په دې تاوتریخوالي کې تر ډېره وسله وال طالبان ښکېل دي. ویلسن طالبان د دوحې هوکړې پر ماتولو تورن کړي او ټینګار یې کړی دی چې دوی به تر وتلو وروسته هم له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې افغان حکومت ته اوږه ورکړي. ویلسن ویلي، د امریکا وتل په دې مانا نه دي چې دا هېواد به نور یوازې پاتې وي؛ بلکې ډاډ ورکوي چې دوی به په دغه هېواد کې پاتې وي. هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی نه دوی او نه هم نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ دی او که چېرته وضعیت همداسې دوام وکړي نو دوی به هم په دغه هېواد کې ډېر ښکېل پاتې شي. هغه دغه راز په افغانستان کې د بهرنیو ترهګریزو ډلو حضور ته په اشارې ویلي چې داعش ډله لا هم په دغه هېواد کې پیاوړی حضور لري او لا هم د یو ستر ګواښ په توګه مطرح ده.











