سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د چين فضايي سټېشن ښايي په فضا کې يوازينی سټيشن پاتې شي

لیکنه: سپوږمۍ؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 19, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د چين فضايي سټېشن ښايي په فضا کې يوازينی سټيشن پاتې شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د تيان هه فضايي سټېشن مرکزي برخه د اپريل په ۲۹مه نېټه فضا ته په برياليتوب وتوغول شوه. داسې ښکاري، چې د دغه هيواد فضانوردۍ چارو ستر پرمختګ موندلی او د فضايي سټېشن د جوړولو مرحلې ته رسماً ننوتلی دی.

دا امکان هم ښکاري، چې د چين دغه سټېشن ۳ کاله وروسته په فضا کې د انسانانو د يوازيني سټېشن په توګه پاتې شي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د ۲۰۲۱ کال د اپريل د ۲۹مې نېټې د شپې په ۱۱ بجو او ۲۳ دقيقو د چين د جنوبي های نان ولايت له ون چانګ توغوونکي مرکز څخه CZ-5B بار وړونکی راکټ فضا ته وتوغول شو او  ټاکلي مدار ته په برياليتوب ورسيد. په دغه راکټ کې د تيان هه په نوم د چين د راتلونکي فضايي سټېشن مرکزي برخه وړل شوې، چې عمومي وزن يې ۲۲.۵ ټنه، اوږدوالی يې ۱۶.۶ متره او تر ټولو لوی قطر يې ۴.۲ متره ښودل شوی او د فضانوردانو د کار او ژوند لپاره کابو ۵۰ مکعب متره ځای لري. په دغه راتلونکي فضايي سټېشن کې له ۳ نه تر ۶  فضانوردان د اوږدې مودې لپاره کار او ژوند کولای شي. د تيان ون په نوم د مرکزي برخې تر څنګ د چين په راتلونکي فضايي سټېشن کې به د لابراتوار دوه نورې برخې هم ځای ولري، چې د ون تيان او منګ تيان په نومونو ياديږي.

د پلان له مخې، د ۲۰۲۲م کال په اوږدو کې به د يادو ۳ برخو په نښليدو سره يو بشپړ فضايي سټېشن جوړ شي، چې د انګليسي الفبې ټي (T) بڼې ته به ورته وي او د څه باندې ۱۰ کلونو لپاره به فعال وي.

اوس په فضا کې يوازې يو نړيوال سټېشن شته، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به فعال وي. د چين فضايي سټېشن ښايي تر يادې نېټې وروسته په فضا کې د انسانانو د يوازيني سټېشن په توګه پاتې شي.

چين د دغه سټېشن په جوړولو سره، فضا ته د انسان وړونکې پروژې درېیم ګام پورته کړی دی.

چين د ۱۹۹۲م کال په سپتمبر کې فضا ته د انسان وړونکې پروژې پرمختيايي ستراتيژي ټاکلې ده، چې له مخې يې، لومړی ګام د انسان وړونکې فضايي بيړۍ توغول و، دوهم يې له فضايي بيړۍ څخه بهر کې د فضانوردانو کار کول، د فضايي بيړيو نښلول او د فضايي لابراتوارونو توغول وو. درېيم ګام يې د فضايي سټېشن جوړول دي او په پام کې لري، چې په فضايي سټېشن کې د څو تنو فضانوردانو د کار او ژوند ستونزې د اوږد مهال لپاره هوارې کړي.

د چين د شن جو ۵مه انسان وړونکې فضايي بيړۍ په ۲۰۰۳م کال کې د لومړي فضانورد يانګ لي وی په وړلو سره بهرنۍ فضا ته په برياليتوب وتوغول شوه او په دې سره دغه هيواد تر پخواني شوراوي اتحاد او امريکا وروسته درېيم هېواد وګرځېد، چې بهرنۍ فضا ته یې انسانان وليږل. د چين د شن جو ۶مې فضايي بيړۍ د ۲۰۰۵م کال په اکتوبر کې بهرنۍ فضا ته دوه فضانوردان يوړل او د ۲۰۰۸م کال په سپتمبر کې د شن جو ۷مې فضايي بيړۍ خپله دنده بشپړه کړه او وروسته چين له فضايي بيړۍ څخه بهر کې د فضانوردانو د دندې تر سره کولو کليدي تکنالوژي خپله کړه او د يادې ستراتيژۍ دوهم ګام يې پورته کړ.

د ۲۰۲۰ کال د مۍ په ۵مه نېټه د چين های نان ولايت له ون چانګ توغوونکي مرکز څخه د دغه هېواد CZ-5B بار وړونکی راکټ فضا ته وتوغول شو او د چين نوي ډول انسان وړونکې فضايي بيړۍ په بدرګه د بهرنۍ فضا ټاکلي مدار ته ورسيد. په دې سره، چين د انسان وړونکې فضايي پروژې ۳م ګام پورته کړ.

د معلوماتو له مخې، د چين د تيان جو دوهمه بار وړونکې فضايي بيړۍ به په روانه مياشت کې وتوغول شي او د شن جو ۱۲مه انسان وړونکې فضايي بيړۍ به په راتلونکې مياشت يعنې جون کې يو ځل بيا د ۳ چيني فضانوردانو په وړلو سره بهرنۍ فضا ته سفر وکړي. دغه ۳ فضانوردان د چين د فضايي سټېشن د تيان هه مرکزي برخې د لومړۍ جوپې کارکوونکي دي.

Previous Post

د امریکا نظامي چارواکي: اجازه نه ورکوو چې نړۍ ته له افغانستان ترهګریز ګواښونه پېښ شي

Next Post

امریکا: که تاوتریخوالی کم نه شي، موږ به هم ډېر ښکېل پاتې شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
امریکا: که تاوتریخوالی کم نه شي، موږ به هم ډېر ښکېل پاتې شو

امریکا: که تاوتریخوالی کم نه شي، موږ به هم ډېر ښکېل پاتې شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

جون 7, 2020
ډبلیو ایف پي: په نړۍ کې شدیده لوږه د پراخېدو په حال کې ده

ډبلیو ایف پي: په نړۍ کې شدیده لوږه د پراخېدو په حال کې ده

فبروري 9, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved