چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د بريکس همکاري نړۍ ته د سراسري جنوب قوت ښيي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 6, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د بريکس همکاري نړۍ ته د سراسري جنوب قوت ښيي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د بريکس د غړيو هېوادونو ۱۷مه سرمشريزه به ژر د برازيل په ریو دي جانیرو کې تر سره شي. دغه غونډه به (( د لا ټولشمول او پایدار مديريت لپاره د سراسري جنوب همکارۍ پياوړتيا)) تر عنوان لاندې روانه وي.

د یو شمېر هېوادونو کارپوهان په دې اند دي، چې دغه غونډه به په بريکس کې د نوي غړي هېواد اندونيزیا او د لسو نويو همکاريزو هېوادونو له شاملېدو وروسته لومړنۍ سرمشريزه وي، په عين وخت کې به يو شمېر مخ پر ودې اقتصادونه، پرمختيايي هېوادونه او نړيوال او سيمه ييز سازمانونه په بلنې سره پکېګډون وکړي. په دې سره دغه غونډه پراخ استازيتوب لري او د مخ پر ودې اقتصادونو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ يووالی او همکارۍ به لا نورې پياوړې کړي، د نړۍ څو قطبي کېدو او د اقتصاد نړیوال کېدو ته به وده ورکړي او نړۍ ته به د سراسري جنوب غښتلی ځواک وښيي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

بريکس د سراسري جنوب اغېزه نوره لويه کړې

د ۲۰۲۵م کال په جنورۍ،‌ اندونيزيا د بريکس هېوادونو په همکاريز ميکانيزم کې ګدون کړی او له دې امله د بريکس د رسمي غړيو هېوادونو شمېر ۱۱ ته رسېدلی دی. د همدې کال په جون مياشت کې ويتنام په رسمي توګه د بريکس همکاريز هېواد ګرځېدلی دی. په دې سره بريکس لاپراخ شوی او اغېزه يې هم ‎ لوړه شوې ده.

اوسمهال د بريکس هېوادونو مجموعي نفوس د نړۍ له نيم څخه زيات دی او د مجموعي اقتصاد اندازه يې شاوخوا د نړۍ ۳۰ سلنه جوړوي. نوبتي رئيسه هېواد برازيل د بريکس په رسمي ويبپاڼه کې ليکلي، ‌چې د پيسو نړيوال صندوق د شمېرنې له مخې، په ۲۰۲۴ مکال کې د بريکس هېوادونو د جي ډي پي زیاتوالی په عومومي‌ توګه ۴ سلنې ته رسېدلی، په عين وخت کې د نړۍ  د جي ډي پي زياتوالی يوازې ۳ اعشاريه ۳ سلنې ته رسېدلی دی.

بریکس د نړۍ مديريت (Global Governance) اصلاح کړی

اوسنۍ نړۍ د نويو کړکېچونو او بدلونونو پړاو ته ننوتلې او له ډېرو ستونزو سره مخ شوې . د نړۍ څو د قطبي کېدو  مساوي او منظم بهیر او د اقتصاد د نړيوال کېدو  ګټور او ټولشموله بهير د نړيوالې ټولنې، په تېره بيا د سراسري جنوب ګډه هيله ده.

برازيل د بريکس د سږني نوبتي رئيسه هېواد په توګه د بريکس همکارۍ لپاره دغه شپږ برخې ((د روغتيا په برخه کې نړیوالې همکارۍ، تجارتي پانکونه او پولي بنسټونه، اقليمي بدلون،‌ د مصنوعي ځيرکتيا مديريت،‌ څواړخيزتوب او د امنيتي چوکاټ اصلاح)) مهمې بللې دي. له فبرورۍ څخه تر جولای پورې، د بريکس هېوادونو په برازيل کې څه باندې ۱۰۰د وزيرانو په کچه او تخنیکي غونډې تر سره کړې، څو د نړيوال اداري سیسټم په اصلاحاتو کې د مخ پر ودې اقتصادونو او پرمختيايي هېوادونو ونډه پياوړې کړي.

په بريکس کې د چين ځواک نور زیات شوی

برازيلي کارپوه کارکوس کوردېرو پيرېس ويلي، چې چین د بريکس همکارۍ په ميکانيزم کې تر ټولو لوی اقتصاد دی.‌ د چين د کمربند او لارې وړانديز د بريکس غړو او نورو پرمختيايي هېوادونو ته نور زیات همکاريز فرصتونه رسولي دي، همدا رنګه د نړیوال پرمختګ، نړیوال امنيت او  نړیوال تمدن په اړه  د دغه هېواد نوښتونو د لا عادلانه او معقول نړيوال نظم د جوړولو لپاره غوره پلان  جوړ  کړی دی.

د برازيل د ریو دي جانیرو ايالتي پوهنتون د نړيوال سياست او اقتصاد کارپوه جوناسان ماتوس ويلي، چې د بريکس د نوي پرمختګ بانک مقر د چين په شانګهای کې جوړ شوی، د همدغه هېواد په نوښت او هڅو د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک جوړ شوی او  ((کرمند او لارې)) نوښت عملي شوی، چې د بريکس د هېوادونو ترمنځ همکاريو ته يې باکيفيته پرمختګ ورکړی او د سراسري جنوب په پرمختګ کې يې د بريکس هېوادونو لارښوونې رول تقويه کړی دی.

Previous Post

یووالی او همکاري د چین د پرمختګ راز دی

Next Post

لي چيانګ د برازيل له ولسمشر سره وکتل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
لي چيانګ د برازيل له ولسمشر سره وکتل

لي چيانګ د برازيل له ولسمشر سره وکتل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بلال کریمي: د ا.ا پر چارواکو دې د معافیت موده وغځول شي

بلال کریمي: د ا.ا پر چارواکو دې د معافیت موده وغځول شي

اکتوبر 1, 2022

د روان کال په لومړۍ نیمایي کې په بهر کې د چین غير پولي مستقيمې پانګونې د ۲۲،۷ سلنه زیاتې شوي

جولای 21, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ