سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د بهرنیو دیپلوماتانو د خپلسریو د مخنیوی لپاره یو مهم ګام

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 13, 2021
in تبصرې
0
د بهرنیو دیپلوماتانو د خپلسریو د مخنیوی لپاره یو مهم ګام
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 د اسلامي امارت رییس الوزرا؛ چارواکو ته امر کړی چې له دې وروسته په خپل سر له بهرنیو دیپلوماتانو سره نه شي کتلی. نوموړي ویلي چې له دې وروسته به دا لیدنې د بهرنیو چارو وزارت له خوا تن‍ظمېږي. دا ګام له هغه وروسته ‍پورته کېږي چې له چارواکو سره د پاکستان د سفیر پرله پسې کتنو د خلکو سخت غبرګونونه را وپارول. ویل کېدل چې د پاکستان سفیر په یوه اونۍ کې له شلو چارواکو سره کتلي وو، چې په ډېرو کتنو کې یې نه یوازې دیپلوماتیک اصول نه وو مراعات شوي، بلکې آن ځیني چارواکي د پاکستان سفارت ته ورغل‍ي وو او هلته یې له سفیر سره کتلي وو.

د رییس الوزرا دا کار پر ځای او غوره کړنه ده، ځکه چې له یوه اړخه به له بهرنیو دیپلوماتانو سره په کتنو کې دیپلوماتیک اصول مراعات شي‌ او له بله اړخه به پر چارواکو د بهرنیو دیپلوماتانو د نفوذ مخه تر ډېره ونیول شي. په څه ډول چې د پاکستان سفیر له چارواکو سره کتل، نه یوازې دی‍پلوماتیک اصول پکې نه مراعاتېدل، بلکې داسې ښودل کېده چې ګواکي د پاکستان سفیر په کابل کې یو با صلاحیته کس دی چې له هر چا سره کتلی شي، هغوی ته هدایات ورکولی شي‌ او د یوه وایسرای په شان چلند کوي. ډېری کسانو خو د پاکستان سفیر د امریکا د سفیر په رول کې ګڼلی و چې په جمهوریت کې به یې وزیرانو ته دستور ورکاوه او څه به یې چې غوښتل، هغه یې کول. که څه هم هغه تر ‍ډېره دا کار پټ کاوه، خو د پاکستان سفیر بیا ټولو ته داسې ښودله چې ګواکي په کابل کې اصلي واکمن دی او ټول چارواکي ورته غوږ ږدي. دغه حالت د اسلامي امارت خپلواکۍ او حیثیت ته زیان رساوه او په هېڅ ډول دغه لیدنې کتنې چې پکې د دیپلوماتیک اصول تر پښو لاندې کېدل د توجیه وړ نه وې.

بهرني دیپلوماتان حق لري چې د اړتیا پر مهال له بېلابېلو چارواکو سره وګوري، خو دا هر څه باید په یوه قانوني چوکاټ کې د بهرنیو چارو وزارت له لوري تنظیم شي. که کوم بهرنی دیپلومات له افغان چارواکي سره ګوري،‌ نو باید موضوع او دا غوښتنه له بهرنیو چارو وزارت سره شریکه کړي.‌ د بهرنیو چارو وزارت به اړتیا ته په پام سره دا لیدنه ددغه وزارت د تشریفاتو ریاست له لوري تنظیموي او ان ددغه ریاست یو استازی به هم په دغه لیدنه کې وي. که د دواړو لورو ترمنځ کوم توافق او یا تفاهم کېږي، هغه باید د بهرنیو چارو وزارت له لوري و ارزول شي او له هغه وروسته نهايي کېدلی شي.

په پایله کې ویلی شو چې د بهرنیو دیپلوماتانو د قانوني مهار کولو لپاره د رییس الوزرا وروستی ګام ډېر مهم دی چې هم د اسلامي امارت حیثیت خوندي‌ کوي او هم پر چارواکو د بهرنیانو د نفوذ په مخنیوي کې اغېزناک پرېوځي. په دې ګام سره به د پاکستان د سفیر ‍په ګډون نور دیپلوماتان هم درک کړي چې دوی د اصولو او قوانینو خلاف کارونه نه شي کولی او اړ دي چې دیپلوماتیک اصول مراعات کړي.

Previous Post

تاریخي سفر؛ د اسراییلو لومړی وزیر متحده عربي اماراتو ته تللی

Next Post

ګارډین: برېټانیا د افغانانو د ایستلو پلان لغوه کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ګارډین: برېټانیا د افغانانو د ایستلو پلان لغوه کوي

ګارډین: برېټانیا د افغانانو د ایستلو پلان لغوه کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سره صلیب تېر کال ۱۲ میلیونه افغانانو ته لومړنۍ مرستې رسولې دي

سره صلیب تېر کال ۱۲ میلیونه افغانانو ته لومړنۍ مرستې رسولې دي

فبروري 26, 2024

د ډيجيټلي کوپون په مټ د چين مصرفي بازار بيا سمسور شوی

مې 9, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved